حرمینو ته پر ورغلو طالبانو نقد دڅه دلپاره ؟

ملا عبدالله حنفی
په روهي ویبپاڼه کې مې د(( حرمینو ته ورغلي طالبان څوک دي )) تر سرلیک لاندې د انجنیر میوند پوپل په مستعار نوم یوه ترخه او له کینو او عقدو ډکه لیکنه ولوستله. دلیکنې منځپانګه دا جوتوي چې دلیکوال زړه حرمینو ته ورغلیو طالبانو ته له کوم بل ځایه ډک او دلته یې په دې پلمه خپل زړه ښه تش کړی دی .
لیکوال حرمینو ته ورغلي طالبان ( جعلي چریان ، نامنهاده څهرې ،بې نفوذه ، بې کاره پرزې ، بې اهمیته ، شړل شوي ،روژه خواره بې دینه خاینان ،غداران ، چلبازان ، پخواني شیخ محمدیان ، په ظاهره شیخان په باطنه شوخان .... )) بللي او له دوی سره ناسته یې نه یوازې داچې بې ګټې بللی، بلکې دوی یې دسولې پر وړاندې خنډونه هم بللي دي .
لیکوال پر دې مشرانو تور تړلی دی چې ګویا دسعودي دچارواکو او افغان حکومت په بلنو اولمسونو یې دسولې کار ته ملاتړلې ده .
د دې پلاوي مشري د امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد دمرستیال او دسرپرستې شوری د رئيس ارواښاد ملا محمد رباني سکه ورور شیخ احمد کوي اوپه ترکیب کې یې داسلامي امارت چارواکي هر یو دافغانستان بانک پخواني رئیس او وروسته دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ملا عبدالرحمن زاهد ، داطلاعاتو او کلتور دوزارت فرهنګي مرستیال مولوي عبدالرحمن احمدهوتک چې په حاجي احمدهم مشهور دی ، دحج او اوقافو وزارت مرستیال مولوی مسلم حقاني، شیخ نظرمحمد ، شیخ شیراغا رشیدي او ملا نصرالله شامل دي .
زه ددې لیکنې اصلي لیکوال پيژنم هغه داسلامي امارت پر مهال د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې دهمدې حاجي عبدالرحمن هوتک تر لاس لاندې مامور و . دلیونتوب خاطرې یې له هرچا سره شته دي یوه یې به یې زه هم له درنو لوستونکیو سره شریکه کړم : د دوبي ماسپښین اودګرمۍ مهال و مامورین اکثره ویده و، زه دکندهار داطلاعاتو او کلتور ریاست کې په دهلیز کې تېرېدم چې یو ورو غږ مې واورېد اخوا دیخوا مې وکتل څوک مې ونه لید دا غږ بیا هم تکرار شو خو ماڅوک ونه لیدل اخوا دیخوا خونو ته ننوتلم ماویل که غږ کوونکی دلته وي هلته هم څوک نه و. په همدې کې و چې دتشناب دروازه له دننه خواڅخه وټکېده فکر مې وکړ چې دروازه پرې بنده شوې او نه خلاصېږي خیر ورغللم پرې غږ مې کړ څوک یې اوڅه وایې ، هغه زما غږ وپېژنده په خنداشو ویل یې چاته مه وایه زما په دفتر (ریاست کې ) زما جامې دي لږ یې ژر راته راوړه ما هم ورته ژر دده جامې راوړې کله چې راووت له خندا شین و ماورته وویل څه درپېښ شوي و ویل یې یاره ناولده راسره وشوه ماویل ولې ویل یې ټول ویده و زه هم په یو نیکرکې لمبلو ته تشنابه ته ننوتم جامې مې هېرې شوې دلته په تشناب کې نیکر هم رانه چټل شو نو حیران شوم چې اوس څه وکړم .
دکندهار یوه مجله دده په مدیریت چاپ شوې او دومره زیږه او ناولده بښتو یې پکې کارولې وه چې هېڅوک پرې نه پوهېدل له همدې کبله به ښاغلي متوکل صاحب ورته له ریشخند اوپوزخنده د(( دژوندي ډاډه بنده )) په نوم غږ کاوه ، دی چې اوس شیخ احمد ربانی ، عبدالرحمن هوتک ، عبدالرحمن زاهد ،شیخ نظرمحمد ، شیخ شیراغا رشیدي او ملا نصرالله ته ( جعلي جریان ، نامنهاده څهرې ،بې نفوذه ، بې کاره پرزې ، بې اهمیته ، شړل شوي او .... )) وايي نو ګیله ترې په کار نده . دطالبانو په اسلامی تحریک کې ددې مشایخواو مشرانو قربانۍ تر چاپټې ندي ، همدا اوس داهریو دهیواد دازادۍ لپاره دقربانۍ ترڅنګ ګڼ علمي کارونه کوي . مولوي عبدالرحمن احمد هوتک ، شیخ نظرمحمد ، شیخ شیراغا رشیدي او ملا نصرالله سترې مدرسې درلودې او ځینې یې لا هم لري ، هرکال سلګونه علماء تربیه اوددین او هیواد غېږې ته ډالۍ کوي.
(( د ژوندي ډاډه بنده )) اوس په خپله خوښه او اراده ندی او کرايي لیکنې هم کوي .
لیکوال اندېښمن دی چې دا علماء ولې دامارت له اجازې پرته دسولې خبرې او سفرونه کوي زه خو وایم دسولې لپاره چې هرڅوک هر ګام پورته کوي نو ولس یې باید وستايي ،دوی خو دسولې لپاره ګام اخستی دی دچا دوژلو او وینه تویولو لپاره نه ، څومره چې زه خبر یم دا سفر نه دسعودي د رسمي چارواکو او نه دافغان حکومت دچارواکو لخوا تنظیم شوی و ،بلکې دحرمینو امام قاري سدیس دوی دشیخ احمد رباني په مشرۍ عمرې ته غوښتي و او هلته یې له ځینو اشخاصو او مشرانو سره داسلامي نړۍ او افغانستان پرستونزو اودې ستونزو ته دحل لارې پر موندلو بحث کړی دی .
لیکوال دپلاوي ځینې داسې غړي پر تعصب تورنوي چې هغوی دتعصب او تبعیض پر ضد دده دعمر په کچې مبارزه کړې ده خوله بده مرغه بیا خپله پرخپل ځان شهادت ورکوي چې ترټولو هم دی ډېر متقصب او قوم پاله دی که داسې نه و نو له ځان سره به یې خپل قوم (( پوپل )) نه لیکه .
شیخ محمدیان دشیخ محمدګل روحاني اولاده آیا لیکوال نه شرمېږي چې د یو ټول قوم (شیخ محمدیانو) سپکاوی کوي دده داکار داسلام له نظره حرام ندی .
نوموړي حاجي صاحب هوتک ، عبدالرحمن زاهد او شیخ نظر محمد ډېر توهین کړی ، ښکنځلي اوآن دهغوی شخصي حریم ته ننوتی دی ، دحاجي هوتک کورته د ورتللو او له هغه سره د څوځله مېلمستیا او دخپلې نمک حرامۍ یادونه یې کړې ده .پر هغه یې داسې دروغ ،افتری او بهتانونه ویلی چې یوازې هم دی یې دلیکلو جرئت لري دبل چا قلم دومره بې عفته کېدلی نشي، هغه د حاجي هوتک زوم یو سیکولر ، غربي مشربه، له افغاني کلتور سره په ټکر کې معرفي کړی دی په داسې حال کې چې دهغه زوم ټول پيژني چې کم ترکمه تر (( د ژوندي ډاډه بنده )) یې تقوی ښه ده او الله شاهد دی چې یو متمسک اواسلام ته پابند ځوان دی او ښکلې ږيره هم لري .
ده ویلي چې حاجی هوتک روژه خور ، مکار او غل دی ، که داسې وي نو هغه خو تر ډېره وخته له متقي صاحب او مرحوم مولوي رحیم الله زرمتي سره یوځای اوسېده لومړی پرې دمتقي صاحب غاړه بنده ده ځکه هغه یې امریکا ته په لېږلو کې ډېره مرسته کړې ده ، او لوستونکي دې په ایمان ووايي چې د دوی ضمیر دا مني چې حاجي هوتک دې له کوم شرعي عذر پرته قصدا روژه وخوري ؟
لیکوال په دروغو ددې لپاره چې دلوستونکیو پام له خپل اصلي هویت څخه واړوي لیکي چې ګویا ده دطالبانوپر مهال په یونسکوکې کار کاوه او هلته ورته چا ويلي چې ګویا حاجي هوتک دبتانو پرسر له دوی ۵۰۰۰ ډالر اخستي دي ، ((لعنت الله علی الکذبین)) ،دبتانو موضوع خو تر هرچا ډېره متقي صاحب او قدرت الله جمال صاحب ته معلومه ده هغه چې اوس هم ته ورسره کار کوې، ته او خدای ته خبر نه یې چې هوتک دهمدې بتانو پرسر داطلاعاتواو کلتور وزارت له فرهنګي مرستیالۍ څخه استعفی وکړه ، دی پوهېده چې دبتانو ماتول څومره اسلام، افغانستان او اسلامي امارت ته تاوان رسوي . ته له جوینده ، دکتور واحدي او پخپله له متقي او قدرت الله جمال څخه پوښتنه و کړه چې دفرهنګ مجلې دچاپ له درکه یونسکو اوس هم دحاجي هوتک ۶۰۰ډالره پوروړې نده ؟
دبتانو دماتولو مشورې خو تا ورکولې او تا ترې په رسنیو کې دفاع کوله . ته وايي چې هوتک دبتانو دمحفاظت په پلمه له خارجیانو ډالري زرګونان تر ګورت تېر کړل ښاغلیه سویه دې دومره ده چې پخپله تراوسه په دې خبر نه یې چې په ډالر کې زرګون نشته خوپر نورو بهتان وايې او درانه او معزز خلک ښکنځې .
لیکوال حاجي هوتک ته دطعنې په توګه لیکي چې خپله په حیات اباد کې اوسې او مدرسه یې په کچه ګړۍ کمپ کې ده نو لومړی خو هغه باید دحاجي هوتک ستاینه کړې وای چې په دومره سختو شرائطوکې يې دیني مدرسه جوړه کړې ده بل داچې ته نه پوهېږې چې مدرسه خلک په هغه ځای کې جوړوي چېرته چې ورته ضرورت وي او طالبان ورته ښه رسېدلی شي. حاجي هوتک که په حیات اباد کې هم اوسېږي نو کور یې کرايي دی ، مدرک یې ښکاره دی زامن يې کار کوي او که ته خبر نه یې نو هغه مشر دې خبر دی چې هغه په کابل کې خپل درې کورونه او نومرې دهمدې مدرسې او خپل کورني لګښت لپاره وپلورل . که ته د هغه دکوم نامشروع عائد په اړه کره او رښتوني اسناد لرې نو مهرباني وکړه .
دا که دروغ دي او که رښتیا خوته خپله لیکي چې مولوي ارسلان ، مجاهد او واحدیار خدام الفرقان ته د پاکستاني ادارو لخوا په ورکول شویو پیسو کې حاجي هوتک ته برخه ورنکړه اوس نو که هوتک له پاکستاني اداروسره ستاپه څېر اړیکه درلودلی نوبرخه به یې ولې بل چا خوړله؟ .
زه نه وایم چې حاجي هوتک ، زاهد او شیخ نظر محمد چې تا ښکنځلي او ډول ډول تورونه دې پرې لګولي معصوم او پرښتې دي (ومانزکی علی الله احدا ) خو دیو مسلمان له شان سره دومره دروغ ، افتری او بهتان هم په کار ندي دا کارپخپله تاته تاوان کوې او هغه درپاتې مجروح شخصیت دې هم له منځه وړي .
داسلام حکم خو دادی چې (( ان جاءکم فاسق بنباٍ فتبینوا) نو ته هم سم مسلمان شه ، ته او خدای داشرائط وګوره، دا اسلام افغانستان او ولس ته موجود پرېمانه ګواښونه وګوره ، دا د عقیدې او ازادۍ جګړې وګوره ، دا دکفارو او دښمنانو دسیسې وګوره او تا په شیخ احمد رباني ، زاهد ، هوتک ، شیخ نظرمحمد، ملانصرالله مسلم حقاني اوپسې رااخستې او دوی شرموې؟؟ ایا خپل ضمیر دې تا نه ملامتوي؟
وما علینا الی البلاغ