سره له دې چې پښتنو له کلونو کلونو د پاکستاني ریاست لاندې خپل حقونه نه غوښتل او تل یې هڅه کړې چې څنګه کولای شي د پښتون خاوره له وحشت او دهشته وژغوري خو پاکستان حکومت او پوځ په دغه خاوره کې خپلې سیاسي سوداګرۍ پیل کړې .
د امریکا او نړۍ د غولولو لپاره چې ګواکې پنجاب د تروریزم سره مبارزه کوي پښتانه کړول وژل او ان تر دې چې د امریکا د بمباریو په واک کې یې ورکړل .
د پښتنو لسګونه ان سلګونه سیاسي قومي او علمي مشران ووژل شول ترور شول او زندانونو کې واچول شول تل یې هڅه کړې چې د پښتنو په سیمو کې طبعي زیرمې هم د پنجاب او سند د خلکو دخدمت لپاره وکاروي تل پرې سوداګري شوې .
ډېرى تش په نامه ملتپاله سياسي ګوندونه سياست د پښتنو په نوم کوي، خو اصلي کار د پاکستان استخباراتي شبکو ته کوي.
د ملتونو د راويښولو تر شا د هغوى سياست، فرهنګ او د چاپيريال وضعيت وي، د پښتونخوا ولس په بشپړ ډول له سياسي مشرتابه څخه بې برخې دی، فرهنګيان او اديبان يې ويده دي او د چاپيريال له حالاتو ناخبره پاتې شوي دي.
همدا شان په دغه هېواد کې د پښتنو ډېری داسې سیمې شته چې له تېرو اتو میاشتو را په دېخوا په کې انټرنېټي شبکې قطعه دي او اوسېدونکي یې نه شي کولای انټرنېټ وکاروي. دا خو هاغه کړنې دي موږ او تاسې یې په خپلو سترګو وینو او تر رسنیو نه دي رسېدلې، څه فکر کوئ د پردې تر شا به څومره د دې ناخبره، کمزوري، قوم د تباهۍ لپاره پلانونه جوړېږي؟
د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورون له همدې سیمو څخه ورکول کېږي.
له لسګونو کلونو څخه پښتانه په خپله مورنۍ ژبې له زده کړې محروم دي ان تر دې چې میلیونونو پښتنو ته د پاکستان په ملي تلویزیون کې د ورځې نیم یا یو ساعت نشرات په پښتو کيږي چې په هغه کې هم ورته د پنجاب او پنجابي مشاهیرو صفتونه کوي .
دومره له زده کړو لرې پاتي چې ان پښتانه په پښتو خبرونو باندې نه پوهیږي .
دى وايي، ځينو نورو سياسي او مذهبي ګوندونو چې اسلام اباد کې لاريونونه کړي، نو پر ملي راډيو تلوېزيون، سترې محکمې او نورو دولتي ودانيو يې بريدونه کړي، لارې يې بندې کړي او خلکو ته يې ستونزې پيدا کړي، خو پښتنو لاريون کوونکو هېڅ نه دي کړي.
پاکستانيو رسنيو په لومړيو دوو ورځو کې دغه لاريون او احتجاج ته پوښښ ور نه کړ، خو پښتنو په ټولنيزو شبکو کې پوښښ ورکړ او رسنۍ يې اړ کړې چې هغوى هم يو څه پوښښ ورکړي.
دغه اعتراضونه د پاکستاني رسنیو له خوا په تیته توګه پوښښ شوي دي.
د نقیب الله محسود لپاره ژر ترژره د عدالت تأمین، د هغه پولیس نیول او په سزا رسول چې هغه یې تښتولی او وژلی دی.
له وزیرستان او نورو قبایلي سیمو څخه د ټولو ماینونو لیرې کول، د ټولو هغو کسانو ازادول چې له قبایلي سیمو څخه نیول شوي او د پاکستان د امنیتي بنسټونو په بندخونو کې دي
دا يو خودجوشه تحريک دى، ولس مخکې او تش په نامه ملتپاله سياسي ګوندونه يې شاته پرېښي دي.
د ټولیزو رسنیو له لارې ځوانو پښتنو په اسلام اباد کې لوی لاریون وکړ او ۵ زره پښتانه د اومې ورځې لپاره راټول شوي او خپل حقونه غواړي، چې سیاسي مهمو ګوندونو هم ترې ملاتړ اعلان کړی دی.
چې دا ډول لاریون د کلونو په اوږدو کې چې پښتنو دې کړی وي نه دی لیدل شوی او دا څرګندوي چې دوی له دولت او پنجابي استعماره څومره په تنګ شوي دي.
په کراچۍ کې د نقیب الله مسید وژنه د هغو ځورونو او وژنو ورستۍ پېښه ده چې په پاکستان کې د پښتنو پر ضد تر سره کېږي. دا ځل پښتانه غلي نه کېناستل او له قبایلي سیمو هغو ځوانانو د لوی لاریون تابیا وکړه چې د ډېر مهال لپاره ځورېدلي، کړیدلي او امنیتي ځواکونو تښتولي او وژلي دي.
قبایلو پښتانه د دواړو خواوو له خوا وځپل شول، هم د اورپکو بریدونه پرې کېدل او هم د کراچۍ په څېر په نورو ښارونو کې امنیتي ځواکونو ځورول چې بیلګه یې په کراچۍ کې د نقیب ا لله مسید وژنه ده.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو احتجاجي لاريون د پښتنو خود جوشه تحريک او ويښتابه یوه برخه ده .
په لويه کچه دا احتجاج په پاکستان کې پر پښتنو د ظلم، جبر او د پښتنو د منزوي کولو غبرګون دى، چې دوى ورسره مخ وو.
د قبايلي سيمو پښتانه اوس هم د انګرېز د وخت تر تور قانون لاندې ژوند تېروي او هېڅ ډول حقوق نه دي ورکړل شوي.
کله چې بيا د پاکستان پوځ دغو ترهګرو ډلو سره جګړه پيل کړه؛ نو په دې جګړه کې يو ځل بيا پښتانه وځپل شول، ووژل شول، بې کوره شول او کډې يې وکړې.
پاکستان حکومت وايي چې له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې يې ٥٥ زره وګړي وژل شوي؛ نو په دې کې يې ٩٥ سلنه پښتانه او بيا قبايل دي.
دغه معترضين چې د اسلام اباد په تاريخ کې يې تر ټولو سوله ييز، منظم او با ډسپلينه احتجاج کړى، معقولې سياسي غوښتنې يې وړاندې کړې دي .
دغه لاریون کوونکي له د پاکستان له حکومته عدالت غواړي او د هغوی په وینا، د هغوی بله غوښتنه پر هغوی د ظلم پای ته رسول دي.
د تېرې اوونۍ په لړ کې، ځينو ویناوالو له احساساتو، شور او زوږ سره له هغه ظلم یادونه کوي چې پر هغوی شوي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
نقیب الله محسود چې د کراچۍ د پولیسو له خوا ووژل شو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکې په تور تورن وه. خو د یوې څېړنې په پایله کې د دغه تور په اړه هېڅ ډول شواهد پیدا نه کړل.
د لسګونه مېلیونه پښتنو راويښول د تاوتریخوالي د کمزوري کولو او د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دی نړۍ باید له دغه اقدام څخه ملاتړ وکړي.
ددوۍ د شریک غم او دیوه کور غم د ګڼلو له امله د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پښتنو ګڼو مشرانو ددې لاریون ملاتړ کړی دوۍ دغه قوم یو نه بیلیدونکی قوم بللی او د ډیورنډ کرښه یې د برلین دیوال په څېر دیوه قوم په سینه راښکل شوې کرښه بللې .
دواړه یو قوم دی اویو ملت دی خو اغزن تارونو او ددسیسو له مخې جوړ مصنوعي کرښو سره بیل کړي دي پر چا چې بر پښتانه افتخار کوي په هغو لر پښتانه هم افتخار کوي .چا ته چې لر پښتانه بابا واي بر پښتانه هم ورته بابا واي که څه هم استعمار د پښتنو په منځ کې د بیلتون کرښه تیره کړې ده خو بیا هم اوبه په ډانګ نه بیلیږي
د پښتنو په منځ کې د بیلتون (ډیورنډ) کرښه ویني پښتنو ته واي دغه کرښه ورانه کړئ او سره یو شئ لکه چې روحا یو یاست جسما سره یو شئ او د بیلتون نښه له منځه یو سئ
دا چې خان فخر افغان د ډیورنډ د کرښې نه ها خوا زیږیدلی دی او د هغه د وصیت سره سم د کرښې نه دیخوا ښخ شوی دی دا کوم تصادفي امر نه دی دا یوه ژوره فلسفه او ایدیه لري او دا ښئ چې د پولې نه ها خوا او دیخوا پښتنه خاوره ده کرښه او ډیورنډ کومه مانا نه لري او نه پښتانه سره جدا کولی شي .
د یوه ملت لپاره مشترک تاریخ په کار دی؛ د پښتانه او پنجابي تاریخ تل په ټکر او تضاد کې پاتې شوی. پښتنو په تاریخي لحاظ دومره پنجابۍ ځورولي چې خوارکیانو د پښتنو له وېرې د لباس سټایلونه بدل کړل؛ د پنجاب او پښتون مشترک دښمن نشته. افغانستان د پښتانه ورور دی، د پنجاب دښمن دی؛جنیټیکي نیږدېوالی: پښتون په جنټیک لحاظ په سپینې وینا، کراړوالي، ښایست، او زیږوالي مشهور دی، پنجابی برعکس.