معصومې اوښکې مې پۀ زغل ځي د ګرېوان غېږې ته
لکــــــــــــه جنګي اس چې تېز درومي د ميدان غېږې ته
هر مازيګر د ځوانيمرګـــــــــــــــــــــــــــو پۀ غم وير کوومه
غمی زلمی پۀ عشـــــــق کې ځي د بل جــهـــــان غېږې ته
دا پۀ تا څــــــۀ بـــــلا پرېوتې ده بې غـــــــــــمه يـــــــــــاره!
چې پۀ زېړي مـــــــــــــــازيګـــــر زغــــلې د جانان غېږې ته
انــقـــــــلابونه،انـــقــــــلاب او انــــقــــلاب، انـــقــــــلاب
راځي مــــــــودو نه زمــــونږ د ګران افغانستان غېږې ته
خــــــدايه دوی زمـــــونږ د کلې غــــېږې ته لمبې راوړلې
خـــــو دا لـــــمبې کــــړه تۀ اوږدې د پـنــټاګان غــــېږې ته
دا اســــــــلامي نـــــظام بـــــــه نۀ وي تـــــــر کابله محدود
دا به رســـــــــيږي د يــــورپ او انګلســــــــــتان غېږې ته
مــــشـــفـقــه! دا خاصيت پۀ مونږه کې لۀ پيله شته دی
چې ازادۍ پــــســــې ور دانګــــــــــــــو د توپان غېږې ته