ټوټې ټوټې پاس پۀ ځـــــــــــــيګر يمه زۀ

ظالمې ويشـــــــــــــــــــــتی پۀ ټټر يمه زۀ

د مينې لـــــــــــږ ديدن خو راکړه ګرانې!

پۀ زړۀ زخـــــــــــــــــــي پرهر پرهر يمه زۀ

ښکلی ښايست مې پۀ اور ولې سيزي

جانان وهلی پۀ خـــــــــــــــــــــجر يمه زۀ

ســــــــــــــــار وختي زما ليدو ته راشه 

کـــــــــــــــــــــــــه نو تللی پۀ سفر يمه زۀ

راته د حســـــــــــــن لږ ښکلا خو راکړه

اوس خـــــــــــــــو راغلی پۀ هنر يمه زۀ

(ياري) پۀ زړۀ دې نوره تيږه کـــــــېږده

بس انتظار دې پۀ محشــــــــــــر  يمه زۀ