د مالیزیا د دغه ایالت د ملي امنیت شورا مشر روډزی محمد سعد په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان تیره پنجشنبه په یوه کشتۍ کې فیلیپین ته واستول شول.

د اعلامیې په اساس په یادو کډوالو کې ۱۷۲ نارینه، ۸۹ ښځې او ۹۲ ماشومان شامل وو.

اعلامیه کې همداراز ویل شوي، په روانه مياشت کې له سباح ایالته لږترلږه ۷۰۰ ناقانونه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي، او د کډوالو هغه شمېره چې له تېر کال راهيسې له دغه ایالته بېرته خپلو هیوادونو ته لېږدول شوې، ټولټال ۱۲۶۷۰ تنو ته رسيږي.

همدارنګه د هغو ناقانونه کډوالو شمیر چې په خپله خوښه او یا د حکومت لخوا د ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې ستانه شوي، قابو ۶ لکو ته رسیږي.

همدارنګه په یوازې تیرو پنځو کلونو کې یعنی له ۲۰۱۳م میلادي کال راهیسي لږترلږه ۹۳ زره ناقانونه کډوال چې ډیری یې د فیلیپین اتباع وو، له دغه ایالته مالیزیایي حکومت ویستي او بیرته خپلو هیوادونو ته یې لیږلي.

د سباح ایالت د ملي امنیت شورا مشر رودزي وایي، د ناقانونه مهاجرينو ستنول د حکومت د ژمنو يوه برخه ده، چې په مالیزیا کې به د ناقانونه کډوالو ستونزې حلوي.

نوموړی وایي، د غیرقانوني کډوالو په کشف او نیولو کې د سباح امنیه قوماندانۍ، د مهاجرت اداره، پولیس او سمندري ځواکونه فعاله ونډه او ګډه همکاري لري.