شوکاڼی چېځیني خلک ورته سپینه ډبره ، سپلۍ یا نرمه ډبره وایی. او همدارنګه په انګلیسی ژبه کی ورته د (talc) ویل کیږي چې یو د هغو مهمو او زیات استعمالیدونکو ډبرو څخه شمیرل کیږي چی په زیاتو اجناسو کې استعمالیږي خو ترټولو ډیر هیرانونکې لا دا ده ، چی دغه ډبره پهدرملو، کاسمېټک، ربړ، روغني رنګ، کاغذ، ساختماني موادو، د ماشومانو په پوډرو،برقي تختو(ساکټونو) او ګڼو نورو توکو په توليد کې ترې کار اخستل کیږي. خوشبختانه چی دغه ډبره د ګران هیواد افغانستان په ځینو ولایتونو کې په پراخه پیمانه پیدا کیږی او د خوشحالۍ خبره دا ده چی افغاني شـــوکاڼی ( سپینه ډبره یا نرمه ډبره ) په نړیوال مارکیټ کې ډیرو پیریدونکو ترڅنګ د لوړ شهرت څخه برخمنه ده ، داچې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دغه ډول معدنیات شتون لري چې دهغې له ډلې موږ دننګرهار ولایت یادونه کولی شو چې په بیلا بیلو ولسوالیو کې شتون لري ، لکه: شیرزاد، خوګیاڼي ، پچیراګام، شنواري او حصارک ولسوالیو کی ،چې ترټولو مهم استخراج او تولید یې په شیرزادو ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې لیدل کیږي چی په منځني ډول د یادې ولسوالې څخه هره ورځ۲۵۰ لارۍ شوکاڼی (سپینه ډبره ) ګاونډي هیواد پاکستان ته لیږدول کیږي چې په منځني ډول په هره لارۍ کی ۳۷ ټنه شوکاڼی پاکستان ته لیږدول کیږي، چې بیا د هغه ځای څخه نورو نړیوالو مارکیټونو ته هم انتقالیږي چی د یو ټن شوکاڼي (سپینه ډبره ،نرمه ډبره)چېبیه یې ۳۰۰ نه تر ۵۰۰ امریکا یيډالرو پورې په نړیوالو مارکیټونو کې پیر او پلورل تر سره کیږي. که په ریښتینيډول نوموړي سکتور ته پاملرنه وشي او په داخل د هیواد کې په دغه برخه کې پانګونه تر سره شي، او ترڅنګ یې د نوموړو ډبرو څخه په مسلکي ډول استفاده او استخراج صورت ونیسي نو لرې به نه وي چې په دغه استخراجي پروسه کېبه مونږ لا ډیر پیاوړی او بر لاسي شو نوله بله پلوه به موږ په لوړه پیمانهد ګټې خاوندان شو، او زمونږ شهرت به څوچنده زیات شي په دغه برخه کې، که د نوموړی ډبرو په اقتصادي ارزښت خبرې وکړو نو دا ټولو هیوادوالو ته جوته ده، چی په دغه سکتور کې که هر فرد پانګونه وکړي نو په لږ وخت کې به د لوړې ګټې خاوند شي ، پانګوالو ته معلومه ده چی د شوکاڼي څخه مختلف توکي تولیدیږي، که چیرې پانګه وال پدې لټه کې شي چې دنورو هیوادونو څخه دشوکاڼي د پروسس لپاره خپل هیواد ته ماشین الات راوړي او پخپله تولید شروع کړي نو لرې به نه وي چی پانګوال به د لوړې کټې خاوندان شي ، چې دا به د هیواد د پرمختګ باعث هم وګرځي او په هیواد کی د شته بې کاري د سطحې د راکمولو لپاره هم مؤثر رول لوبولای شي ، نه دا چې اوس مهال زمونږ دغه ارزښت ناکه ډبرې د یو ساده پروسس څخه وروسته نورو هیوادونو ته په مختلفوشکلونو لیږدول کیږي او زیاته ګټه ور څخه ګاونډیان اخلي او کمه فیصدی ګټه یی زمونږ هیواد او پانګوالو ته رسیږي، نو دغه ملي شتمني د محفوظیت او ساتنې لپاره باید مرکزي دولت منظم او منسجم پلانونه او پالیسایانې په لاره واچوي، تر څو د داسې ارزښت لرونکو منابعو په ساتنه ځان بر لاسي کړي او د دغو مهمو او اقتصادي منابعو د استخراج په واسطه هیواد د شته اقتصادي بحران څخه وباسي او د نورو هیوادونو سره ځان سیال کړي.که زموږ دولت په دغه شان منابعو تسلط او ولکه ولري،نو کولای شي چې د بې کاري د سطحې د مهارولو او شته نا امنیو د لمنځه وړلو کې پوره ګټور تمام شي، کله چې په هیواد کي دغه شان سکتورنو ته پاملرنه وشي او ترڅنګ یېد دولت حمایوي پالیسيورسره مل وي نو پانګوال کولای شي چې ګاونډي مارکیټونه او د سیمې مارکیټونه تر خپلې ولکې لاندې راولي او په نړیواله سطحه به د ډیرو هیوادونو او پانګوالو توجه ځانته واړوي. چی په پایله کې خارجيپانګوال به په هیواد کي د پانګونې لپاره زړه ښه کړي، او زمونږ هیواد به نورو هیوادونو ته واردات ولري نو تجارتي بلانس به مثبت لوري ته حرکت وکړي،خو تر ټولو خواشینونکېخبره دا ده چې اوس مهال په زرګونه ټنه شوکاڼی د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځایي زور مندانو او یا د قومي مشرانو له خوا په ارزانه بیه پلورل کیږي او په غیرې مسلکي ډول استخراجیږي چې د دغه غیر مسلکي استخرج په صورت کې په پراخه پیمانه معدنونه او معدني مواد ضایهاو د کانونو اقتصادي ارزښت ورسره متضرره کیږي که دغه پروسه همداسې دوام ولري نو بیا به افغانستان د دغه بد اقتصادي وضعیت او شته نا امنیو څخه خلاص نه شي او لا نور هم به په مشکلاتو کې راګیر شي نو یو ځل بیا دا یادونه کوو چې دولت د دغه طلايي معادنونو د کنټرول او منظم استخراج لپاره باید د مختلفو میکانیزمونو څخه کار واخلي او دا ملي او اقتصادي زیربناوې ته ابدي پاملرنه وکړي.