سریزه  

د دې لیکنې موخه داده چې د ریښتینو مدني او علمي شخصیتونو او نهادونو په رول او ماهیت په ټولنه کې پوهاوی زیات شي.  

سیاسي پروسه او بې پرې لوبغاړي 

نظام جوړونه، تلپاتې ملي ثبات، ښه حکومتولي، د فساد مخنیوی، ټولنیز عدالت او نورې ستونزمنې مسئلې دي. د قوانینو، سیاسي پخو ګوندونو، سیاسي پروسې ترڅنګ، هوښیار ولس بې پرې ملي نهادونو لکه آزادو رسنیو، ریښتینو مدني ټولنو او شخصیتونو ته اړتیا لري.  

د پرمختللو ملکونو په سیاست، د اقتدار په انتقال او نظام جوړونه کې د قانون حاکمیت، ازمویل شوي مقررات او تجربې کارول او ورته ژمن پاته کیدل له پخوا پیژندل شوي دي. هلته ګډ او بې پرې ملي نهادونه لکه د ټاکنو کمیسیون، ازادې او بې پرې رسنۍ، ملي پیژندل شوي ژورنالستان، وتلي لیکوالان، ملي پانګوال او نور په سیاسي پروسه او بدلونونو نظارت کوي او عامو خلکو ته حقایق روښانه کوي. په پورته یادو ملکونو کې زیات وختونه سیاسي بدلونونه په کراره او د قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي، خو لکه چې ګورو په هغو ملکونو کې هم کله کله ستونزې سر راپورته کولای شي او حل کول غواړي او د امریکا تیرې ټاکنې یې ښه بیلګه ده. که په یوه ملک کې پوره وړتیا نه وي نظام یې کاواکه کیدای شي. 

سیاست، ایدیولوژیکي انګیرنې، د اقتدار لپاره هلې ځلې، اقتصادي او ګروهي ګټې پیچلې او له ستونزو ډکې مسئلې دي او بې پرې نظارت ورباندې خورا اړین دی، باید په ملي کتلور کې ور د ننه شي، خلکو ته یې اهمیت روښانه او ورباندې عمل وشي.  

ګورو چې دا رول په ثبات لرونکو هیوادونو او هم په بې ثباتو ملکونو کې چې سياسي اختلافاتو او داخلي شخړو ځپلي وي  دواړو کې خورا مهم وي. په هر ملک کې په تیره بیا په کړکيچنو حالاتو کې ممکنه ده چې کومه ملي ضد څيره، بې تجربې ګوند، کومه سکتريستي او يا کومه قومي ډله په تصادفي ډول او يا هم د بهرنيانو په مرسته د زور او تذویر له لارې سياسي اقتدار ترلاسه کړي او که فعاله ریښتیني مدني خوځښتونه، لیکوالان او شنونکي نه وي، دا په قدرت کې ډله به د بهرنیانو په مرستو د ملک د ملي ګټو اډانې ته ستر ستر خطرونه رامنځته کړي. 

سیاسي شخصیتونه او ډلې زیات وختونه د قدرت او ثروت وږی وي، له بهرنۍ سیاسي ایدیالوژۍ څخه اوبه وخوري او بهرني قوتونه ورته مرستې وکړي او کیدای شي ملي، سیمه ییز، نړیوال سیاسي او اقتصادي حالات ورباندې اغیزه وکړي. همدارنګه، کیدای شي عقده یي کسان په سیاسي پروسه کې مشرۍ ته ورسیږي، د سختو افراطي ایدیولوژیګانو تر اغیزې لاندې راشي، پټه رواني ناروغي ولري او کیدای شي بیلارې شي.   

که دولت او خدمتګار سیاسي ګوندونه د یوه ملک د پرمختګ، دفاع او نظام جوړونې لپاره اړین دي، نو رامنځته کیدل یې زیات وخت او ښې سیاسي پروسې ته اړتیا لري. په سیاسي پروسه کې بې پرې قوتونو لکه آزادو رسنیو، لیکوالانو او ريښتینو مدني فعالانو ته هم اړتیا ده چې د دولت او سیاسي ګوندونو په اعمالو نظارت وکړي. که دا شخصیتونه او ګروپونه په رښتیا سره کار وکړي د اړتیا په وخت له انحراف څخه سمې لارې او له افراط څخه و منځلاریتوب ته ګوندونه او دولت راوستلای شي.  

دا نهادونه فکري مرکزونه، ازادې رسنۍ، د ستراتيژيکو څيړنو نهادونه، مسلکي انجمنونه، مدني ټولنې، آزادې رسنۍ، بې پرې سپیڅلي روحاني شخصیتونه او خصوصي سکتور د یوه ملک په ثبات کې خورا زیات مهم رول لري.  

که هغوی په رښتیا د سالم قضاوت لرونکي وي او خپلې ملي ګټې تر هرڅه ورته ګرانې وي، کولاي شي د مختلفو سياسي حريفو قوتونو په منځ کې د فعالو نظارت کوونکو رول په غاړه واخلي. دا نهادونه د جوړونکي او بې پرې قضاوت په مرسته حريف سياسي ګوندونه، دولت او د ملت ډول ډول نور قشرونه منځلاري دريځ، ملي وفاق او ملي وحدت ته اړ ايستلای شي. دوی نه پریږدي چې کومه ډله له اقتدار څخه ناوړه ګټه واخلي او په بل کوم ګروپ او یا نور ملت باندې تیری وکړي. 

زموږ ملک او مدني فعالان  

زموږ په ملک کې په هیواد مین مدني فعالان او شنونکي شته او فعالیت لري. خو څرنګه چې مدني ټولنې او فعالیتونه مو نوي دي، په ملک کې بیوزلي ده، نو بې پرې شننو، لیکوالۍ او فعالیتونو مو ښه وده نه ده کړې، ځینې په نامه مدني فعالان مو تر عامه خلکو او ان تر ځینو سیاسي ګوندونو زیات په قومي تعصباتو او کرکو کې راګیر دي. دوی یا د ځینو ایدیولوژیکي افراطیانو په ولکه کې دي، په نامه مدني او په اصل کې د کومې سیاسي ډلې شاخه وي او یا د پردو له خوا د هغوی د ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو او پردۍ اجندا لپاره کاریږی.  

علمي بحثونه څه ګټه لري؟ 

دا چې د دریمې نړۍ په ملتونو کې دا نهادونه څنګه نیک نوم ترلاسه کړي، بې پرې علمي بحثونه یې څه ګټې لري، کوم معیارونه باید ولري او نور خورا مهمه مسئله ده. دا کار زیات اړخونه لري او ځینې یې دادي: 

که سم مدیریت شي، د بحث لپاره یو عالي فرهنګ رامنځته او نهادینه شي، له علمی بحثونو او دیالوګ په مرسته به عامه پوهاوی زیات او ملي ګټې او ملي ارمانونه به سم تعریف او هم کمښتونه به په ګوته شي. 

 

باید پرینښودل شي چې کوڅه ډب، د نورو په واسطه ګومارل شوي، ښکنځلمار او د قلم او ژبې عفت نه لرونکي پورته عالي فرهنګ ته زیان ورسوي، له بحث او ملي مسئلو له راسپړلو څخه د خلکو زړه تور کړي.  

 

باید دا نهادونه په ګډه هڅه وکړي چې د بحث، نظر ورکولو، نیوکو کولو، حقایقو روښانولو او نورو اداب، د ژبې او قلم عفت ساتل لمړی روښانه او په کلکه ورباندې عمل وکړي. دا به مرسته وکړي چې شته ټولنیز کمښتونه زیات نه شي، د نظریاتو سالمه راکړه ورکړه وشي او د حقایقو له روښانتیا سره مرسته وکړي. 

 

 ریښتیني مدني او علمي شخصیتونه به هڅه کوي چې په ملي اړوندو مسئلو باندې بې پرې څیړنې او لیکنې وکړي، د کسانو د شخصیتونو او کورنیو مسئلو په ځای د هغوی په کړنو او کار په هکله په یوه سالمه لهجه د بیلګو په مرسته نیوکه وکړي او له عامو خلکو سره یې شریکې کړي، دا به عامه پوهاوی زیات او د کادرونو په روزلو کې به مرسته وکړي. 

 

 په اړینو وختونو کې د راز راز لوبغاړو تر منځ د شته وسیلو لکه ګردیو میزونو، کنفرانسونو او سیمینارونو له لارې یو ملي بحث په لاره اچوي. په داسې یوه پروسه کې که ښه مدیریت شي سياستوال، د ګوندونو فعال غړي، ليکوالان، ژورنالستان يو له بل سره پيژني، يو دبل په نظرياتو خبريږي، ورڅخه زده کړه کوي او په پاي کې په کراره کراره د هيواد له اوسنيو واقعيتونو، شته ننګونو او خپلو کمښتونو خبریږي.  

 

هغه څوک چې تل يو ډول او د خپلو همفکرو خلکو خبرې اوري، د نورو عامو خلکو، خپلواکو تحليل کوونکو، او يا د خپلو سياسي مخالفينو خبرو ته غوږ نه ږدي او د اوریدو توان یې نه لري، تنګ نظره، د کم زغم لرونکي او د کمزوري تحليل خاوندان روزل کيږي. 

 

د رغنده بحثونو په مرسته د هيواد په هغو سياستوالو او کارپوهانو کې چې لوړ ګډ ملي ارمانونه، ښه زړه او سياسي پوهه ولري د افراط او تفريط په ځاي منځلاريتوب رامنځته کيږي، د مفسدو او عوام فريبه مشرانو په ځاي له غوره سياستوالو سره آشنا او همغږي کيږي. 

 

د مطالعې، څيړنو او پورته غوره بحثونو او کنفرانسونو په مرسته په مستقلو تحليلگرانو کې تجربه، په ځان باور او د هيواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيز چاپېريال کې پخپله مهمه ملي ونډه سم او غوره پوهاوی رامنځته کیږي.  

 

که دا ډول بحثونه په ښه اراده د ملي ګټو د خونديتوب په موخه د شخصي، ګوندي، سمتي او د پرديو له نفوذه بهر ترسره او مديريت شي، بحثونه په سړه سينه، د علمي او تاريخي بيلګو او شواهدو په رڼا کې د هيواد د ملي ستراتيژيکو ګټو د خوندي کولو، له ګاونډيو هيوادونو او نړيوالو قدرتونو سره زموږ د اړيکو لپاره يو ګټور چوکاټ او ملي وفاق رامنځته کولای شي.