الهام

ستا په سترګو کې الهام زما د غزل دی

ستا په سترګو کې اباده

ماته بله دنیا ښکاري

د دنیا په دغو ټولو ښکلو اور پورې کړم هسې

بس یوازې زړه مې ستا په تماشه شي

زه په خیال کې ستا خیالي تصویر ته ګورم

نه هم ته یې نه هم شته ستا تصویرونه

خو حیران یم خپل زړګي ته

بس هرځای کې ورته ستا تصویر ښکاريږي

ماته ښکاري ته انسان نه یې پيری یې

زما زړه اوس د پيریانو بندیوان دی

کله ورک کله پيدا شي

بس مین زړګی نارې کړي

ها تصویر ته یې ته ګورې

پښتنه مینه مې وینې

د کلا له دروازې نه غلي غلي چې را ګوري

بس د زړه دغې نارې ته

زه له ځان سره په خندا شم

خو ماشوم زړګي ته نه شمه ویلای

چې زه نشم دا تصویر کله لیدلای

ورته وایم!

زه یې وینم دا تصویر د هم هغې دی

بس له ځان سره لګیا ستا په صفت شم

خو چې سر کړمه را پورته

بې وسي مسافري وي

زه پردیسه مسافر یم

هیڅ مې وس نه شي همدلته

بس یو سوړ اسویلی وکړم

او یوازې په دې ډاډ ورکړم زړګي ته

پښتنه مینه مې خپله د بل نه ده

دا چې سل کاله نور هم یو سره لرې

خو د پاکې مینې زور دی

ډير نيژدې مو بس یوځای وي تل سوچونه