اوښکې پاکومه په دې نیمه شپه

زړه قلارومه په دې نیمه شپه


نور له شبګیرونو نه لاس اخلمه

تا نه یادومه په دې نیمه شپه


اوس درته د خپل زړګې حل وایمه

اوس دې ژړومه په دې نیمه شپه


ښه وشولو مور دې چې خبره شوه

تا نه پریښودمه په دې نیمه شپه


زه سرود دې خدازده که بیا ووینم

ښه دې ښکلومه په دې نیمه شپه