زه پــه عشق کې له فنا نه وړاندې لاړم
ځــــانه پريمېږده له تا نه وړاندې لاړم

ابتداء چې ليونتوب په سور کې نه کړ
شايد زه له انتها نه وړاندې لاړم

نن مې سترګې په لاسونوکې راتوی شوې
ستا په غم کې له ژړا نه وړاندې لاړم

زندګۍ پسې مې تنګې لپې مه وړه
ته مې وينې چې له سا نه وړاندې لاړم

باغي زړه مې له ما وړاندې دی طالبه
زه حيران يم چې له چا نه وړاندې لاړم
ـــ
طالب منګل