غزل
څوک به کړي دعشق کیسه زه به در یاد شم
لاس به ږدې ورته په خوله زه به در یاد شم
په تصویر مې که دوخت دوړې خورې شوې
مخ ته ونیسه ائینه زه به در یاد شم
په غمونو به دورځې ځان غلط کړې
خو تیاره چې شي خوره زه به در یاد شم
مورکۍ به دې علت داوښکو پوښتي
ورته پیاز به کړې پلمه زه به در یاد شم
نا څاپي به له همځولو شې اوچته
لاس به ونیسې په زړه زه به در یاد شم
ډاکتر حسن-لندن
07.11.2010
- محمدالله آرین احمدزی
((خاموش فیلسوف))کتاب چا پ شو
دافغان لیکوال او فیلسوف ارواښاد استاد اسد آسمایي دیاد غونډې دمقالو ټولګه د
(خاموش فیلسوف) په نوم په دې وروستیو کې دپکتیا پیژندنې دعلمي سیمینار په ویاړ دپکتیا د اوښتون کلتوري ټولنې له خوا په...
10.11.2010
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
راټول چې پـــه تصوير شي کاېنات په آيينه کې
ښــــــکلا ته څنګه پاتې شي جذبات په آيينه کې
که خپله دسينګار څېره يې نــه وه او که وه هم
خو نه وو د ليدو څــــــــه ممکنات په آيينه کې
ټوټې،ټوټې نظر يې په پستو سترګو کې ټول کړ
چې لاړو پاتې نـه شو...