کوړکه چرګه
*****
ټولې هګۍ یې دامریکا د«یونیکال»په کمپنۍ اودهغه هیواد د رستورانونودبوسوپه کوټو کې اچولې وې اوخپل وطن ته تشه ګیډه راغله. راغله نه؛ بلکې آن له هغه ځایه دبوسوپه ټوکرۍ کې راوړل شوه. افغانستان ته خوپه ځانګوډوله چورلکه کې څووارې له پولې واړول راواړول شوه چې اخیریې پښې ولګیدې اوځای یې پیداکړ. ددې خاورې هوا خونن سبا ډیره ترخه وه. هره چرګه اوهرالوتونکی دومره په اسانۍ دداسې هواسره ځان نه شي سمولی.
دلته ترخې ترخې سیلۍ لګیدې،توپانونه اوبوړبوړکۍ وې، له جوشه ډک سیلابونه راوتلي وواودځنګلونوښکاریانودخپلو ټوپکونوپه ماشیوتیارې ګوتې ایښودلې وې.هغوی ته په داسې توپانونواوځنګلونوکې دچرګې اونوروالوتونکوتوپیر نه کیدو نوځکه یې پې یومخ با ټونه چلول. له دې امله زمونږدکلي د چرګې دپاره خپلې خاورې ته راوښتل ګران کارؤ. که هر څومره ګران و، خووبه، بیاهم دچاپه زور راواوښته. وایي : « چې مربي لرې نومربابه خورې».
مخکې له دې چې چرګه خپل کلي ته راواړول شي نوپه لومړي وخت کې اووه ویشت زره(۲۷۰۰۰ـ اوبیاوروسته ددې شمیردرې چنده) ټونګه ماروالوتونکوورله لاره صفا کړې وه. نه یواځې داچې لاره یې ورته پاکه کړې وه؛ بلکې په زرګونوکلیوال یې ورله په هغوزهرودشپې په خپلوزړو بړستنواوکوډلوکې ستي پتي کړل چې په مښوکواولکیوکې یې جمعه کړي وو.
*****
چرګه په ډیره غوره بره کې راغله اوپه کوړتاري یې شروع وکړه: کوړت کوړت،کوړت کوړت اوپسې کوړت کوړت.... یره که ریشتیا درته ووایم نوټول ملک یې په شور اخیستلی ؤ. ګونا(ګناه) یې هم نه وه. ځکه چې چرګه یوځل تشه شي اوهګۍ واچوي، بیایې دنوروهګیواچولوتوان نه وي نوکوړکه شي اوپه کوړتاري لاس پورې کړي.بله داچې ملک هم ورته اواره میره وي اوپه څنګ کې یې دویم ګړی چرګ چورګوړی نه وي نوخامخا به په هسکه غاړه کوړتیږي.بیاهم که کله ورته کوم یوپه ناخبرۍ کې ترڅنګ تیرشي نوداسې نا رې اوچغې پې جوړې کړي چې دکوړتاري اوققړوشور ما شوریې دویم کلي ته رسیږي.
*****
اوس چې چرګه په خیرخیریت سره ځای په ځای شوه نو یوه ډیره غټه کوټه ورته هم ورکړای شوه. په دې کوټه کې ورته دبوسواوپلالې ډیر پوست اوارام ناست ځای جوړشو. له هرډول دردوغم نه په امان سا تل کیده.ساتونکویې په ټول افغانستان داسې ټینګه ولکه لګولې وه چې په هره څیړۍ، هر نښتر،هراناراونوروونویې زهرشندلای شول. که کوم چرګ چورګوړی د کوړکې چرګې په مقابل کې سرپورته کړي نود خپلومرغانوپه ټونګوورله دټکه سترګې وباسي. په خواوشایې داسې داوښانوپچې وروي چې دوچوله کبله لامده هم سیزي. لامده خولاڅه کړې چې ځمکه ورسره تورسکاره اوایرې ایرې شي. دغه الوتونکي چې دډیرلرې لرې نه، ان د سمندرونودپورې غاړې نه راغلي دي، نورچرګان او الوتونکي ډلې ډلګۍ (دمرغانوسیلونه جوړول) اویوځای راټولیدوته نه پریدي. د مرغا نوپه داسې سیل سمدلاسه د اوښانو دپچو باران اوروي. ټول بڼکې بڼکې کړي، پوټکي اوهډوکي یې بښې بښې اوټوک ټوک شي چې په پای کې یې کالبوتونه له پیژندګلوۍ نه ووځي.
کوړکه چرګه بیچارګۍ څه کولای شي؟ یوساعت نیم د تظاهر دپاره وکوړتیږي،وکوړتیږي بیابیرته غلې په خپله پسته ځاله کې کیني. دهغې خپل سردغومرغا نودومره په ټونګووهلی دی چې یوه بڼکه دې پې حرامه نارواشي.دنورو مرغانوبه نوڅه غم وخوري؟ په حقیقت کې خوڅه کولای هم نه شي.ځکه یې نه شي کولای چې دهمدې الوتونکوپه برکت چرګه دغه ځای اودغې پستې جالې(ځالې)ته رارسول شوې ده.
*****
داکونډله(پکه)کوړکه چرګه به ترهغې دبوسوپه دې کوټه کې کوړتیږي،کوړتیږي چې دکلي اوکوټې خپل خاوندان ورشي اوله کوټې نه یې راوباسي.څوپورې چې هره کوړکه چرګه، هغه هم داسې کوړکه چرګه چې دنوروپه ولیوناسته وي او په کوټه کې په زوره زوره ققړې اوچغلبې وهي، راونه ویستل شي ترهغې پورې به کوړکه وي.کوړکوالی یې په خپله نه ماتیږي.کوړتیږي به چې کوړ تیږي به، خونه هګۍ اچولی شي اونه یې خپل کورکلي ته ګټه رسیدای شې.
«پای»
دلیکلونیټه یې: ۲۰۰۷/ ۱۱/۰۱/ــ ۱۰/۸/۱۳۸۶