غزل
زما ځواني له زوره پرېوتله
که زندګي له زوره پرېوتله
اوس د سپوږمۍ مخې ته نه شي ورتلی
اوس د سپرلي له زوره پرېوتله
بېګا مې ملا نه ورته ټک ووېسته
تر سبايي له زوره پرېوتله
اوه لس کلنه شوه ، مزه يې لاړه
څومره وختي له زوره پرېوتله
چې د ملنګ د زړه ازار يې واخيست
نو پاچاهي له زوره پرېوتله
سندريز شور
یادونه: دا پورته غزل بیا هم زما د ښکلي او سندریز یار دی و یې لولۍ او خوند ترې وخلی. ښې ګنې او بد ګڼې یې په ګوته کړی.په ادبي مینه ارین احمدزی
11.03.2010
- محمدالله آرین احمدزی
روح الله وفا
غنچې د پاکې مینې ګلرخسار راوړیدي
خبرې د جانان د خولې رویبار راوړیدي
زړه مینه یې پریښوه اوس یې نوې مینه راکړه
د نوی کال ګلونه مات...
13.03.2010
- محمدالله آرین احمدزی
راليږونکی : سندريز شور غزل د ژوندون د موسيقۍ سوز او سرور دی محبت زما د دواړو سترګو نور دی ګونګ ارمان د تورو سترګو تورات غواړي که موسی ولاړ پر ژۍ د کوه طور دی که جانان مې د ګلاب په شانتې نه دی خو ګلاب مې د جانان په شان ضرو دی د ديدن د خمار سور اور په کې بل دی زما زړه نه دی ، د سرو لمبو تنور دی ښکلي زړه ، عقل او هوش هسې تالا کړل ته به وايې په کابل ګډ شوی چور دی دا شيندلي دي پرې چا د زړګي وينې ؟ د...