نوم دی زما نصوار
هر سړئ می طلب ګار
ګوری رنګ ده زما ښين
په خوله کی يم سهاراوماسپشين
دسوچونو زه دوا يم
دخپه زړونو اشنا يم
هره خوله په ما ترخيږي
خوشبويي له ما نه خيږی
بی له ما ګزاره نه کيږی
غريب بی له ما ځوريږی
په ډوډۍ پسی خامخا يم
زه دهرسړئ اشتيها يم
زه خو دوه ګټی لرمه
اوس ئی زه بيانو مه
اوله ګټه می داده
په هره خوله کی مزه زما ده
دوهمه ګټه دا لرمه
غاښو ته زيړرنګ ورکومه
بورس مسواک ماته حيران دي
عاجز واړه ډاکتران دی
زه اړ نه خوهرسړئ زما خواستګارده
ترسګريټو ګرم نن زما بازار ده
اوس شوم موډ په اروپا کی
هلته لری دسګريټو په دنيا کی
سګريټ بدنامه شوي په هر ځائ کی رټل کيږی
زما د ننه په پارلما ن کی ګوره یاره عزت کيږی
ګورۍ ګورۍ ما پرينږدۍ زه نصواريم
د ربانی صاحب مجددی صاحب زه ياريم