سوګند
ډير تیر شول اخترونه او تیریږي
بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي
کله کله چې رایادې یې وعدې شي
بس ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي
خدایه ته یې زړه کې واچوي رحمونه
د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي
ما خو ډير ډیر ورته وکړل سوګندونه
چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي
زما جانان څنګه یاغي څنګه خفه شو
د اختر په ورځ هم مانه مرو ریږي
د آرین جانان هم دومره نازولې
تل خفه وي خدایه هیڅ نه پخلا کیږي
محمدالله ارین احمدزی
د طلوع تلویزون خبري تالار
24.11.2009
- محمدالله آرین احمدزی
میــــــــــــــــــــــنه
مینــــــــــه پيل د هرڅه ده انتــــــــــهایې نا مالومـــــه
مینه غم د سوي زړه ده بس ژړا یې نامـــــــــالومـــــه
زړه د مینې ځای ځای ګی ده پکې اوسې تر تــــــــرتله
کله وو چې وځي د زړه نه بیا راتلا یې نامــــــــــــالومه
دا چې څوک په چا مین شي او اخته په دغه رنـځ شي
هیڅ درمل د مینې نـــــــــــــ...
24.11.2009
- محمدالله آرین احمدزی
لویه خدایه!
لویه خدایه ،لویه خدایه
اتحاد مو په نصیب کړې
دا پښتون چې تیت پرک دی
ته یې یو،یو یې قریب کړې
له اټکه تر ګومله دغه یو غیرتي قوم دۍ
لویه خدایه ته یې جوړ کړی دا ارمان زما ارمان دۍ
په دعا درته ولاړیم
دا دعا مې کړې قبوله
ستا په نوم تل جنګیدلې
بریا...