View Full Size Imageانجنير محب الله (رحمت) د رحمت الله (رحمت) زوى د مولوي عبدالحق لمسى، د ۱۳۶۳ هجري لمريز كال د جوزا د مياشتي پر څلورمه نېټه د كندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د نساجي په سيمه كي زېږېدلى دئ . خپلي لمړنۍ زدكړي يې په  ۱۳۷۰  هـ ل كال كي په ظاهر شاهي عالي لېسه كي پيل او  د همدې لېسې څخه د ۱۳۸۲ هـ لمريز كال د جوزا د مياشتي په ۲۵ نېټه فارغ سو. د همدې كال د دلوي د مياشتي په ۲۲ نېټه يي د كانكور په ازموينه كي ګډون وكړ او د كندهار پوهنتون، انجنيري پوهنځۍ ته بريالى او د ۱۳۸۳ هـ ل كال د سنبلې د مياشتي پر ۱۵ نېټه يي خپلي لوړي زدكړي پيل كړې . په پوهنځۍ كي يې د تحصيل تر څنګ د افغان  ښووني او روزني موسسې (Afghan Education Foundation) او يو شمېر نورو تعليمي موسسو او مراكزو كي د رياضي ، انګليسي ژبي او تكنالوژۍ تدريس كاوه، چي سربېره پر هغه يې د پوهنځۍ اتم سمسټر (د پركتيك يا عملي كارونو سمسټر) يي په كابل كي د LBGنړيوالي موسسې د خاورو او ساختماني موادو په مركزي لابراتوار كي سرته ورسوئ . د نهم سمسټر دپيلېدو وروسته بيرته كندهار ته ستون او په كندهار كي د همدې موسسې لخوا په SAITA لابراتوار كي پسله وخته  (Part time) دنده او زده كړه پيل كړه، چي شپږ مياشتي يې دوام وكړ او د ۱۳۸۸ هـ لمريز كال د سرطان د مياشتي پر پنځمه نېټه يې د پوهنځۍ وروستی (لسم سمسټر) پاى ته ورسوئ او په بريالي توګه د لسانس (Bachelor of Science) په درجه فارغ سو. وروسته يې په همدې كال په همدغه پوهنځۍ كي د ښوونکي په توګه دنده پيل كړه .نوموړی د  " ساختماني موادو د آزموينو لارښود" تر سرلیک لاند ي د سيول انجنيري په لابراتوار برخه کي د یو ډير اغیزمن کتاب ليکول دئ او اوس مهال  د تايلنډ هيواد د Asian Institute of Technology) AIT)  پوهنتون كي د ماسټرۍ اخيستلو لپاره  په عالي زده كړو بوخت دئ.

له څښتن تعالی څخه ښاغلي محب الله (رحمت) ته د لا زیاتو بریاوو او پیرزوینو هیله کوم.

په فکر قلم او ځوانۍ یې برکت!

خليل الله مايار / مقر