د نړۍ د ریکارډونو کتاب ګینس کې انجنیري اړوند شاهکارونه
GUINNESS BOOK OF WORLD RECORDS
ENGINEERING FEATS
د نړۍ تر ټولو لوی مسجد شریف:
د نړۍ تر ټولو لوی مسجد شریف د شاه الفیصل په نوم یاديږي چې د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې موقعیت لري.
د الفیصل مسجد داخلې سالون په یو وخت کې د 35,000 تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لرونکي او د مسجد باندنۍ ساحه په یو وخت کې د 150,000 تنه لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ:
د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ د برج دوبۍ یا برج خلیفه په نامه یاديږي چې د متحده عربو اماراتو په دوبۍ کې موقیعت لري.
یاده شوي ودانۍ د 818 متره ارتفاع په درلودولو سره د نړۍ د ترټولو دنګې ودانۍ ريکارډ مات کړیده.
http://civil_engineering.bloguna.tolafghan.com/posts/9627
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو اوږد پل:
د نړۍ تر ټولو اوږد پل دانګهای Donghai Bridge چې 32.5km اوږدوالی لري په چین کې موقعیت لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو لوی لوبغالی Stadium
د نړۍ تر ټولو لوی لوبغالی مارکانا Maracana Stadium دی چې د برازیل هیواد د ریودو ژینیرو Rio De Janeiro په ښار کې موقعیت لري.
د مارکانا لوبغالی په یو وخت کې د 199,000 نندارچیانو ظرفیت لرونکی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو پیچلې څولارې
The Most Complex Interchange of The World
نوموړي څولارې چې د لسو ایالتي سړکونو له يوځای کیدو څخه تشکیل شوي ده د امریکا د متحده ایالتو د تکساس ایالت په هوستن ښار Houston ,Texas/USA کې موقعیت لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو لوی قصر World's Largest Palace
د نړۍ تر ټولو لوی قصر دراکولا د رومانیا هیواد په پلازمینه بخارست کې موقعیت لري.
یادشوی قصر چې د همدی هیواد پارلمان د ودانۍ په ډول ورڅخه ګټه اخیستل کیږي ، 500 څخه ډیري د خوب خونې،55 اشپزخانې او 120 د ناستي خونو درلودنکی دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو لوی هوټل World's Biggest Hotel
د نړۍ تر ټولو لوی هوټل ایم.جي.ایم ګرانډ MGM Grand Hotel د امریکا د متحده ایالاتو په لاس ویګاس Las Vegas کې موقعیت لري.
یاد شوي هوټل د 6276 خونو په درلودلو سره د نړۍ د تر ټولو لوی هوټل ریکارډ مات کړی دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د نړۍ تر ټولو ډیر ګرانبیه هوټل
World's Most Expensive Hotel
د نړۍ تر ټولو ډیر ګرانبیه هوټل ،برج العرب هوټل دی چې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې موقعیت لري.
یاد شوی هوټل چې د نړۍ د سترو دنګو ودانیو د لست په لومړنیو کرښو کې قرار لري په نړۍ کې یواځنی د اووه ستورو لرونکی 7star هوټل بلل کیږي .
په برج العرب هوټل کې د یوې خوني یوه ورځنۍ کرایه د 1000-28000 امریکایي ډالرو په انټروال کې قرار لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژباړن: خلیل الله مایار/ مقر