اداري فساد د هېواد د بدنامېدو او د ولس دځورېدو لامل!
فرهاد مندوزی
اداري فساد د افغانستان په دولتي او ځینو غیر دولتي ادارو کې هغه ناروغي او یوه لویه ستونزه ده چې له بده مرغه ورځ تربلې مخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو ده او په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې افغانستان په نړیواله کچه یو له مفسدو هېوادونو معرفي کړی چې متأسفانه، دا لړۍ لاهم دوام لري او ساحه یې نوره هم په پراخېدو ده چې خلکو ته یې سرخوږی جوړ کړی دی.
اداري فساد هغه شومه او ناوړه پدیده ده چې د ترهګرۍ، وروستیو جګړو او نورو سترو ستونزو ترڅنګ یې د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې د خنډ او ځنډ سبب ګرځيدلی.
د اداري فساد له منځه وړلو په موخه هر هېواد، هر حکومت او هره اداره تل هڅه کوي تر څو دا لویه ستونزه له مخې لرې کړي ترڅو د خلکو لپاره د یوې رڼې مرجع په توګه خپلې چوپړتیاوې وړاندې کړي او د ملت رضایت او د ولس په مقابل هغه مسؤولیت چې یو حکومت یې لري په ښه توګه ترسره کړي.
د اداري فساد له شتون څخه نه یوازې دا چې عام خلک ځورېږي، بلکې حکومتونه، هېوادونه او اړوند ادارې هم په همدې کچه ځوریږي، ځکه چې د عام ولس لپاره د خپلو ورځنیو کارونو په ترسره کولو کې ستونزې او د اړوندو ادارو لپاره د نوم بدیدو سبب کېږي، او آن دا چې په نړیواله کچه ورته زیان اړوي
نو دا چې دواړه لوري له اداري فساده له شتون څخه سر ټکوي له دې څخه دا معلومیږي چې په ادارو کې هر مأمور او په ولس کې هر وګړی په اداري فساد کې نه دی ښکیل، بلکې هغه یو څو مأمورین چې غواړي له دندې ناوړه ګټه پورته کړي په یو نه یو ‌‌‌‌‌‌ډول د اداري فساد لپاره لاره هواروي او د اړوندو ادارو نوم بدوي .
په اداري فساد کې ښکیل وګړي او مأمورين په اداره کې زنځیري بڼه لري یعنې تر ټولو ټېټه رتبه لرونکي وګړي د لوړ رتبه اشخاصو لپاره په اداري فساد کې مستقیمه توګه ونډه لري چې بیا په غیر مستقیمه توګه هغه پیسې او بډې چې ترلاسه کېږي لوړ رتبه مأمورینو ته رسېږي.
په ځینو حالاتو کې تر ډېره داسې هم شوي دي چې د یوې ادارې بستونه په خورا لوړه بیه خرڅیږي چې دا په خپله د اداري فساد یوه لویه سرچینه ګڼل کېږي او په دې سره مأمورین اړ دي ترڅو هغه اندازه پيسې یې چې د یاد شوي بست د ترلاسه کولو لپاره مصرف کړي د نامشروع لارې څخه ترلاسه کړي .
او په ځینو مواردو کې د یوې ادارې مشر خپل تر لاس لاندې کارکوونکو ته د کمیشن ټولولو یو ځانګړی هدف ټاکي تر څو په معینه موده کې یې ترلاسه کړي. نو دا هغه لاملونه دي چې د چارواکو لخوا د ولس د ځوریدو سبب کېږي چې تل په کارونو کې د خنډ او ځنډ رامنځ ته کیدو لامل شوی.
د اداري فساد بل ‌‌‌‌‌‌ډول دا دی چې عام خلک چارواکي دې ته اړ کوي تر څو د خپل غیر قانوني کار د ترسره کولو په مقابل کې دوی ته بډې ورکړي چې دا په خپله یو د قانون خلاف کړنه ده چې ترسره کوونکي یې دواړه باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د فساد د پورته یادو شویو ‌‌‌‌‌‌ډولونو د ترسره کېدو په صورت کې په ټولنه کې لاندې ستونزې رامنځ ته کېږي:
لومړی: د قانون ترپښولاندې کول
دویم: د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د خنډ او ځنډ را منځ ته کېدل.
درېیم: د ولس او چارواکو تر منځ واټن رامنځ ته کیدل.
نو غوره ده چې ولس او حکومت دواړه د دې شومې پدیدې له منځه وړلو او یا لږ تر لږه د دې کچې راټیټولو لپاره په ګډه لاس سره یو کړي او دا ناروغي له مفسدو وګړو او اداراتو څخه د تل لپاره ورکه کړي ترڅو حکومت د ولس باور ترلاسه کړي چې په دې سره به ‌‌‌‌‌‌ډېرې ستونزې حل کړای شي او ‌‌‌‌‌‌ډېری هغه وګړي چې له حکومته په بېلابېلو دلایلو چې په اداري فساد پورې تړلي دي، مرور دي یا شکایت لري او حقوق یې ترپښو لاندې شوي، بېرته پخلا او د خپل حکومت څخه به یو ځل بیا ملاتړ ته دوام ورکړي