ښه وکړه په درياب کې يې واچوه
( ښه وکړه درياب ته يې واچوه ) د پښتو ژبې له هغو روزنيزو متلونو څخه ګڼل کيږي، چې ددې ملت دپوهې، فرهنګ او حکمت ښه څرګندونه کوي.
په پخوا زمانو کې يو خيرخو او زړه سوانده سړى و، ده به تل دسيندکبانو ته ډوډۍ وړه کوله او ورته اچوله به يې،ده به هره ورځ دا کار کاوه، ماهيان دده له غږ سره هم اشنا شول، زياترو خلکو به په ده پورې خندل ، چې دالېونى ګوره تمامه ورځ دسيند په غاړه ناست وي او ماهيانو ته ډوډۍ اچوي، ده به ويل،چې ښه وکړه په درياب کې يې واچوه، دورځو نه يوه ورځ لوى سېلاب راغى او دسيند اوبو دى له ځانه سره يو وړ، کله چې دى اوبو غرق کاوه، په دې وخت کې ده لويه چيغه وکړه، دا چې ماهيانو دده غږ پېژانده، نو ټول ماهيان راغلل او دى يې له ډوبېدو څخه وژغوره، له هغه وروسته دامتل رواج شو، چې ښه وکړه درياب ته يې واچوه .
دغه متل نه يوازې پښتانه وايي،بلکې دمسلمانانو دفرهنګي حوزې په بېلا،بېلو ژبوکې يې اورېدلى شو. دشيخ سعدي دابيت ،چې وايي:
نيکي ميکن و دردجله انازه
که ايزد دربيابانت دهد باز
هم په دري ژبه کې متل شوى دى.
چې بېګاته وي حيران
څه به وساتي فيلان
وايي،څوکسه طالبان د وخت دپاچا ليدو ته ورغلل،پاچا خبرې ورسره وکړې، په اخېرکې يې د نورو ډاليو او سوغاتونو سره يو فيل (هاتي ) هم ورکړ.
طالبانو په خوشحالۍ فيل راووست. دوى به ټوله ورځ په سبق کې بوخت وو، بېګاته به يې څه ډوډۍ، چې راټوله کړه، اېله به يې خپلې خېټې پرې مړې کړې، څرنګه چې فيل ته خوراک نه رسېده، نو ورځ په ورځ ډنګرکېده، مرګ ته نېږدې شو، طالبانو فيل بېرته پاچاته ور ووست ، پاچا حيران شو او پوښتنه يې ترې وکړه، چې ولې ؟
طالبانو په ډېر عذروويل،چې پاچاصاحب ستاډالۍ موږ ته دسر په سترګو قبوله ده، خو دفيلانو ساتل د طالبانو کار نه دى، موږ ايله ځانونه وساتو، فيلان نه شو ساتلى، نو بيا يې دامتل ووايه : چې بېګاته وي حيران څه به وساتي فيلان
ځینې وایي چې دغه فیل امیر حبیب الله خان طالبانوته ډالۍ کړی و.
راټولونه : علم ګل سحر