علم ګل سحر
دمینې پته
اوس مې هنر د هیرولو زده دی
اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته
اوس که په مخه باندې راغلې چیرته
درته به ښه وګورم
سترګې به ستا سترګو کې ډوبې کړمه
له ښکلو سترګو به دې وپوښتم ،
د مینې پته
که مې ونه موندله
زړه ته به ووایم داهغه نه ده،
هیره یې کړه
ژر به دې هیره کړمه
او نور به شپې ستا په یاد نه روڼوم
اوس مې هنر دهیرولو زده دی
اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته !!!
۳۰/ ۱۰ / ۱۳۸۷
وزیر اکبر خان مینه
لمر ټلویزیون
27.10.2009
- علم ګل سحر
علم ګل سحر
دموکراسي ممنوع
دهغه له راتلو مخکې یې په باره کې په ډیرو شیانو پوهیدم . هغه په امریکا کې ۶ کاله زده کړې کړې وې ، موږ په دې ډیر نازیدو چې له داسې یو شخص سره به وینو . دخپلو پخوانیو معلوماتو له مخې مې پخپل ذهن کې له هغه نه دفزیک ښوونکی جوړ کړی و، خو کله مې چې ولید پوه شوم چې تیروتی یم ،ځکه چې زموږ ټولو ۶۰ کسو تصوراتو هغه څنګه چې...
03.11.2009
- علم ګل سحر
ښه وکړه په درياب کې يې واچوه
( ښه وکړه درياب ته يې واچوه ) د پښتو ژبې له هغو روزنيزو متلونو څخه ګڼل کيږي، چې ددې ملت دپوهې، فرهنګ او حکمت ښه څرګندونه کوي.
په پخوا زمانو کې يو خيرخو او زړه سوانده سړى و، ده به تل دسيندکبانو ته ډوډۍ وړه کوله او ورته اچوله به يې،ده به هره ورځ دا کار کاوه، ماهيان دده له غږ سره هم اشنا شول، زياترو خلکو به په ده پورې خندل ، چې دالېونى ګوره تمامه ورځ دسيند په...