لیکوال: نورمحمد سعید
شپاړس کلن زلمی د برنډې په بر سر کې پر یوازینۍ پرتې نیالۍ ناست و.
کله یې پر پټکي ګوتې وهلې او کله یې هم واسکټ سماوه.
دوې کشرانې خوېندې یې پر تش غولې ورته ناستې وې او د هلک خبرې یې په غور اورېدې.
مشرې خور یې د زاړه ټیکري د پلو په پیڅه توره چای جوشه پورته کړه او د زلمي مخې ته ایښی ګلاس یې له چایو ډک کړ.
زلمي د کلي حجره کې د تربورانو د زورګويي پر وړاندې د خپل جراات کېسې کولې.
کونډه مور یې څنګ ته پټه خوله او ځوړند سر د هغو کالیو په ګنډلو بوخته وه، چې یوې کلیوالې د مزد په بدل کې جوړولو ته ورکړي وو.
کله نا کله به یې سر راپورته کړ، خو هر ځلې به یې یوازې د زوی د پاسنۍ شونډې پر سر د بریتو تورې نرۍ کرښې ته کتل.
08.11.2013
- نورمحمد سعيد
In Afghanistan's central provinces there are a wild green plant called( illa rang.) in past the plant was use as local medicine for physical damage or as pain killer. but nowadays,some people found it's roots are useful for other Purposes as well. they are using the roots of the plant to make color for handmade carpets. since then hundreds of locals comes every night out o...
01.01.2014
- نورمحمد سعيد
لیکوال: نورمحمد سعید
د کابل ښار مرکزي برخه کې بې له هغې هم ګڼه ګوڼه وي، خو نن ماښام، چې خورا سوړ باد لګېده، د دغه ځای په څلور لارې کې خورا ډېر خلک کورونو ته د ستنېدو لپاره ښاري موټر ته منتظر ولاړ وو.
د ښار له مرکزي برخې د لرې پرتو سیمو ګاډي هسې هم لږ وي او کابل کې، چې د نړۍ د ډېرو نورو لویو ښارونو خلاف د ماښام له راتلو سره د ژوند چارې نژدې په ټپه په کې ودريږي...