نورمحمد سعید
دا غوښتنه په ډېرېدو ده، چې باید ادب د ټولنیزو ستونزو په هواري کې خپل ځانګړی رول ولوبوي.
رسنیز ډګرته د ادبي ترکیبي اجزاوو ننوتل هم په دې باره کې نیک پال بلل کېږي، ځکه له دې سره د وینا چوکاټ ورځ تر بلې پراخېږي.
هغه کسان چې د کتاب او لوستونکو د نشتوالي ګیله کوي، باید خوشحاله شي، چې د اظهار د نویو لارو چارو له رامنځ ته کېدو سره تر ډېره حده د هېڅ یوه لیکوال خبره د هغه په زړه کې نه پاتې کېږي.
مهمه مګر داده، چې موږ ویلو ته څه لرو او څنګه یې باید ووایو.؟
ښه ده، چې د فکري اظهار په څرنګوالي خبرې وشي، خو تر څنګ یې باید خپله د فکر په اړه هم غور وکړو.
د فکري دایرې پراختیا پخپله راته هغه څه په لاس راکوي، چې د اظهار نوښت بلل کېږي او یا لږ تر لږه د زاویې بدلون ورته ویلای شو.
دا ډېر ضروري کار دی او که نه د نورو د خبرو تکرار ته هېڅ اړتیا نه شته او نه ورپسې څوک ګرځي.
د فکري دایرې د پراخولو تر ټولو ښه او اسانه لار بیا مطالعه کول دي.
څومره مو چې د مطالعې ساحه پراخه وي، هغومره مو ورسره خپله فکري زېرمه بډایه کېږي او په هماغه کچه مو په خبره کې نوښت او نوې زاویې ځاي مومي.
له دې وروسته د اظهار لپاره د چوکاټونو موندلو وار راځي، چې نن سبا ډېر ګران کار هم نه دی.