نورمحمد سعید
کله نا کله موږ د طنز ټوکو ټکالو او یا تمسخر تر منځ نازکه کرښه هېره کړو. یو شمېر داسې لیکنې وینو، چې د طنز په نوم وړاندې کېږي، خو اصلاً هغه ټوکې ټکالې او یا هم تمسخر وي.
ټول پوهیږي، چې طنز ځانګړی ژانر نه دی، خو دا هم رښتیا ده، چې طنز په خوړو کې د مالګې په څېر، بلکې د خوږې په څېر یو څه دي، چې د تریخوالي شدت کموي.
د یو چا د خولې خبره ده، چې وايي طنز د جراحي عملیاتو پر مهال د بې هوښه کونکو درملو کار کوي، یانې په طنز کې د اصلاح په مقصد کلکه نیوکه کېږي، خو د دې لپاره چې خبره لږ پسته شي، په ظریف انداز ویل کېږي.
له دې ور ها خوا بیا نور شیان دي، لکه تمسخر، ټوکې ټکالې، غندنه او داسې نور.
د طنز لپاره تر ټولو مهمه خبره داده، چې لیکوال یې د اصلاح په مقصد لیکي او له زړه غواړي، چې څوک یې خبره واوري او غور پرې وکړي.
له همدې کبله خپله خبره په خواږه انداز کوي، چې څوک متنفر نه کړي او غږ یې واورېدل شي، خو د تمسخر، ټوکو او یا غندنې سبب تر ډېره مایوسي ده.
زموږ په ټولنه کې چې ماشاالله نوي لیکوال په ډېرېدو دي، ستونزې هم پریمانه دي او بې له هغه هم زغم کمیاب دی، په معیاري چوکاټ کې دننه طنز ته ډېره اړیتا ده.
له همدې کبله تمه کېږي، چې زما په شمول ټول نوي لیکونکي دې اړخ ته متوجه شي.