د ژوند هيله
ليكوال: اختر اورينوي
ژباړه: نورمحمد سعيد
اختراورينوي دهندوستان دبهار ايالت اوسيدنكى ليكوال ، شاعر او كره كتونكى دى . د ده دلنډو كيسو دټولګې په سريزه كې دپټنې د كالج پروفيسر كليم الدين احمد د هندوستان د نامتو ليكوال آل احمد سرور صاحب له قوله ليكلي ( ( داختركيسې زما خوښې دي ، اختر ډېرځيرك ليكوال دى . داخلي او بهرنۍ، هر راز انځورګري كولاى شي . دكركټر ليكنې هنر يي هم زده دى . او داسې معلوميږي چې څه ويل غواړي ، دغه غټه خبره ده ) ) او موږ هم دښاغلي سرور په همدې خبره داختر اورينوي له لنډو كيسو نه يوه چې ، تر ډېره يي له ټولو جزياتو سره پښتانه لوستونكي هم بلد دي ، پښتو كړه . ژباړن
-----------------------------------------------------------------------------------------------
هر لاروي پيژنده. د پټنې(هندوستان ) د بانكې پور په كوڅو كې به سهار- ماښام په يوه نا يوه ځاى كې را ښكاره شوه، د دريدو نه وه، په ناسته به څكيده. په يوه څنګ به كږه ناسته وه، يوه بل لور ته به ځنګيده او دغسې به مخ پر وړاندې تله.
په همدې ستومانه كوونكي خوځښت به يې د ښار كوڅې لټولې. لاروي به ورته په كتو او يا په بې پامۍ ورسره په خوا او شا كې تيريدل. بګۍ، رکشې د اسونو ګاډۍ او سايكلونه به هم ورسره په خواو شا كې تله راتله.
د ګړۍ د ستنو په څير او يا لكه روان عمر په كرار- كرار، خو په باوري تګ به مخ پر وړاندې تله
. له ځانه سره به يې په ټيټ غږ كومه سندره زمزمه كوله يا به يې داسې څه ويل، چې څوك به نه پرې پوهيدل. خدايزده څه به يې ويل. د غم سندره كه د خوښۍ بدله.
په همدې توګه به د سړك يا كوڅې يوې څنډې ته څكيده او څنګ ته به يې د چرۍ مردارو اوبو خاورې خځلې په سر اخستي، له خښتو او تيږو سره په ټكرونو د همدې زړې بدحالې او د زمانې رټلې سوالګرې غوندې روانې وې.
مجهوله، معيوبه ، بوډۍ درويزګره شايد ړنده نه وه. خو ما يې سترګې هيڅ كله هم و نه ليدې. سترغلي به يې تل پړسيدلي وو. باڼه به يې له يوه بل سره نښتي وو، زموږ د ټولنې په څير ړنده وه. داسې چې سترګې يې شته خو، بيكارې او بيمارې.
د سر وېښته يې خريلي وو او تر پښو به يې ټوكران تاو وو . كالي به يې هم اكثره شكيدلي وو، يعني تر ډېره به يې تن لوڅ و، نه رښتيا ! تر لوڅ هم يو څه ور زيات لوڅ، ځكه په ډېر بد حالت كې به يې د تن هغه برخې هم بربنډې وې، چې بايد په ستر كې واى او هغه برخې به يې ښې كلكې پټې وې، چې د پټولو چندان اړتيا يې نه وه.
چا ته يې د سوال لپاره لاس نه اوږداوه، بس په خپل ځان اخته د يوې غوټې په څېر به په ځنګيده، خوځيده، بونګيده او په كراره كراره به مخ په وړاندې تله. د ورځې په اوږدو كې به يې د شاوخوا كوڅو او مركزي بازار مزل وواهه. خلكو به ډېره لږ درويزه وركوله. د دې حالت داسې يورنګيز شوى و، چې خلكو ډېره توجه هم نه وركوله. د دې په ليدو به مې په زړه كې راتېره شوه، چې د دې په ژوند كې نو داسې كوم څه دي، چې دا ورته عمر تيروي؟
د دې د ژوند تكيه نو پر څه ده؟ بې مقصده ژوند! بلكې رښتيا خو دا وه، چې د دې درويزګرې ژوند هسې د ژوند په نوم يو پيغور و. د دې ژوند نه يوازې بې خونده، بې اسرې، بې مزې، غمجن و بلكې له وير او دردونو هم ډك و، خو بيا يي هم ژوند تيراوه، د ژوند تيرولو هڅه يي كوله. د هغې ژوند يو پرله پسې خوځښت و. شايد ژوند پخپله هم يو مقصد دى.
بوډۍ درويزګرې به د سابو له ماركيټ نه خوړين ګوپيان، شلغم، باتينګڼ او داسې نور وراسته او غورځول شوي سابه په پلو كې راغونډ كړل او په هماغه پرله پسې خوځښت به مخ په وړاندې تله.
د ښار د محكمې ودانۍ ته څيرمه د هوټل له مخې نه به يې هم زبېښلي هډوكي او د ډوډۍ ټوټې هم راټولې كړې. وږي كوڅه ډب سپي هم ورسره داسې عادت وو، چې ان ورته غپل يې هم نه، ځكه ممكن هغو ته هم د خپلې برخې يوه حقداره ښكاريده. خو كله ناكله به چې كوم يو نيم نوى نابلده سپى په سيمه كې راپيدا شو نو د سوالګرې لاس به په خپړو هرومرو ټپي كيدل او كالي به يې هم شكيدل .
كله ناكله داسې هم ليدل كيده، چې .....سوالګرې به كوم يوه سپين ږيري مزدور يا وينځې ته د خپل ژوند كيسه كوله. يو دوه ځله دا كيسه ما هم اوريدلې ده. ډېره لنډه كيسه ده.
د دې له قوله دا د يوه زاړه فقير لور وه، مور يې نه وه ليدلې. له خپل سپين ږيري پلارسره به يې په همدې ښار كې درويزه كوله. ورځ به يې په درويزه كولو تيريده او شپه به يې د ګمركاتو د دفتر په برنډه كې يا تر كومې زړې ونې لاندې .
خو څوكيدارانو به ډېر تنګول. د ګرميو شپې خو ترشنه اسمان لاندې هم تيريدې خو د يخ موسم سړې شپې او يا د بارانونو شپې دباندې تيرول ډېر ګران كار و. د دغسې دښمنو شپو د تيرولو لپاره سرپناه ته اړتيا وه. څوكيدارانو ته په څه ناڅه وركولو به داسې ځاى پيداكيده.
هغه نو اوس ځوانه وه او د ژوند ساړه تاوده يې په لازيات شدت محسوسول . كله ناكله به يې د ځوانۍ رنګين خوبونه هم ليدل او ډېره به ځوريده. له څه ورځو نه يو ځوان ځوكيدار پرې خورا مهربان و. بې له دې، چې پيسې ځينې واخلي د محكمې په برنډه كې به يې د بيده كيدو اجازه وركوله. كله به د شپې راغى خواته به يې كښيناست او د خپل زړورتوب كيسې به يې ورته پيل كړې. د غلو د نيولو كيسې، د لوټ مارانو د وېشتو كيسې او په اړو و دوړ كې د ډزو كولو خبرې . سوالګره كرار- كرار له څوكيدار سره بلده شوه، كله به چې هغه د څوكيدارانو د بدلون له وجې رانه غى نو خواشينې به وه، شپه به يې په سخته تيريده
د سخت باران په يوه شپه د سوالګرې د ځوانۍ رنګين خوبونه په يوه بربنډ حقيقت واوښتل. دا شپې په خوند تيريدې. څو مياشتې وروسته څوكيدار چيرى ولاړ، سوالګرې يې ډېر انتظار وكړ تردې، چې يو وخت ناهيلې شوه.
اوس نو اميندواره وه، خو په دې شيبو كې يې هم د خواخوږۍ هيڅوك نه و. نوي څوكيدار له راتګ سره سم سوالګره او پلار يې دواړه د محكمې له برنډې وشړل. په سخته يخني كې لور او پلار دواړه تريوې ونې لاندې شپې تيرولو ته اړ شول.
د دې سخت زړي څوكيدار په ليدو سوالګرې ته خپل زړه سواند څوكيدار ورپه ياد شو، خو هغه هم بې وفا وخوت. سخته يخني وه، د سوالګرې پلار ناروغه شو او ومړ. دا يې په دې بې زړه سوي او بې سترګو دنيا كې يوازې پرېښوده.
ژمى په وتو و، چې ترهمدې ونې لاندې يي زوى پيدا شو. په دريمه ورځ يې زوى هم مړ شو او په هماغه يوه اوونۍ كې دننه د سوالګرې تن له نامه لاندې فلج شو. د خپل ژوند د كيسې دې ځاى ته له رارسيدو وروسته به تل سوالګره په ژړا شوه. د ماتو ستوريو په څير به اوښكې به يي په خاورو كې وركې شوې.
اورويدنكو به په يوه بې معانا خواخوږۍ سوالګرې ته يوه شيبه كتل او بيا به ترې رهي شول. دا به هم د ماتې هيلې په څير په رپيدو شوه او د لارې وهلو په بې وسه هڅو به يې پيل وكړ.
ما دا سوالګره تل ليده او په زړه كې مې يو تته غوندې تلوسه وه، چې معلومه كړم، دا نن سبا چيرې اوسي. يو ماښام، چې بنور پوكر ته تلم معيوبه سوالګره مې وليده، چې له سابو ماركيټ نه راستنيده. دغه مهال، نو د ماښام تياره په شپه اوښته. زما اټكل دا و، چې اوس نو دا خپل ميشت ځاى ته ځي.
د وحيد خليفه په دكان كې ودريدم، چې سوالګره مخ ته ولاړه شي. ترډېره مې په دكان كې انتظار وكړ. له دكا نه، چې راووتم ومې ليدل، چې بوډۍ يوازې ترڅلور لاري پورې رسيدلې ده. دا بې بخته د انتظار د ګړيو په څېر.
تر كيشپ هم ورو څكيده.
په بله څلورلارې كې يوه درملتون ته ننوتم. ترډيره له دكاندار سره له ايسته رايسته غږيدم، د درملو بيه مې معلومه كړه، د هغو په ګټورتيا مې بحث وكړ، د انګريزي او هندوستاني درملو په توپير مې ورسره خبرې وكړي، د ښار له ډاكټرانو نيولې تر ورځني سياسي مسايلو پورې په هر څه مې د دې لپاره اوږدې خبرې وكړې، چې وخت تير شي.
پتيلې مې وه، چې زه به نن د سوالګرې داوسيدو ځاى هرومرو معلوموم. له درملتون نه، چې راووتم نو ترمخامخ څلورلارې پورې بوډۍ نه ښكاريده، چابك ترڅلورلارې پورې ولاړم، د بنورپوكرپه سړك هم نه وه. حيران دريان مې يوه بله خوا كتل، چې ديوه كتري غپا مې توجه ځان ته كړه. څه ګورم، چې سوالګره له يوې ودانۍ سره څېرمه څپري ته ننوزي.
دې ته په كتو يو كوچنى كوترى لكۍ وهي او سوكه سوكه غاپي، كوترى په څپري كې دننه په موږى پورې تړلى و. څپرى څلورلارې ته په څيرمه كوڅه كې د بانس له ماتو لرګيوجوړ و. هرې خواته يي د كثافاتو انبارونه پراته وو. له دواړو خواوو نه د كورنو د مردارو اوبو نلونه هم همدې كوڅې ته ور خلاص وو.
سوالګره څپري ته ننوته د خپلې ساړۍ په پلو پورې غوټه هډوكي يې د كوتري مخې ته خلاص كړل. كوتري په غوريدو د بوډۍ له پلو نه د هډوكو په خوراك پيل وكړ، سوالګرې له بلې غوټې نه د ډوډۍ ټوټې هم د كوتري مخ ته واچولې او په منيه ورسره غږيده.
زه ولاړ وم او دا هرڅه مې ليدل. د كوتري له مړيدو وروسته سوالګرې هم د ډوډۍ يو څو ټوټې وخوړې او له دې وروسته يې كوترى له موږي نه خلاص كړ، په غيږكې يې ونيو او يوه اړخ ته څملاسته. څه سندره يې ويله، چې ماشومانو ته د خوب په وخت ويل كيږي. كوتري د غيږې د خوند په اخستو بونګيده. زه له دې فكر سره مخ په وړاندې روان شوم، چې شايد همدغه كوترى د بې اسرې سوالګرې د ژوند هيله ده.