هوښيار زمرى

ژباړه:  نورمحمد سعيد

يو وخت په  لرې هېواد كې يو پراخ ځنګل و. په هغه ځنګله كې ډېر ځناور اوسيدل. دوى به خپل ځنګل د ځناورو باچاهې باله. پاچا يي  زمرى و، چې ببرشاه نوم يي و  او ملكه يي هم زمرۍ  وه، چې پسته كۍ نوميده. زړه ور( فيل) د پاچا( ببرشاه ) خاص سلاكار و او خشنګ  (بيزوګى) او خيټور(يږ) يي وزيران وو، چې په بيلابيلو دندو ګومارل شوي وو.

ټول ځناور په مينه او خوشحالى ګډ اوسيدل او خپلې خوښۍ او غمونه به يي له يوه بل سره شريكول. يوه ورځ ګوربت له څو ورځنيو پرله پسې الوتنو وروسته باچا ( ببرشاه)  ته ورغى او ورته وې ويل ګومان كوم سږ كال به باران ونه شي. مخكې له دې، چې موږ د اوبو له كمبوت سره مخ شو بايد څه چاره  يي وكړو.

ببرشاه  ګوربت او وزير زړور ته امر وكړ، چې بايد په دې موضوع  د غور لپاره ټول ځناور د غره ډډې ته راوبولي. ټول ځناور سمدستي د غره په لمن كې راغونډ  شوو او ببرشاه  وينا پيل كړه: ګوربت موږ ته ويلي دي، چې سږ كال به بارانونه لږ اوري، ځكه نو بايد موږ د اوبو له كمبوت  نه د ځان ژغورنې لپاره څه چاره وكړو. موږ بايد د شته اوبو د ساتلو لپاره هڅه وكړو. ګرانو دوستانو ! موږ ټول بايد له تندې نه د بچ كيدو لپاره سر له اوسه اوبه په ډېر احتياط وكاروو.

ټولو ځناورو په دې سخت وخت كې ببرشاه  ته دخپلې وفادارۍ او مسولانه چلند ډاډ وركړ. دوه مياشتې واوښتي او د اوبو د لږ والي له كبله  د ځنګل شنيلى كرار كرار په وچيدو شو. يوه ورځ مكار  ګيدړ، چې د خپلې شيطانۍ  او نورو ته د تكليف وركولو له امله ببرشاه  دوه مياشتې مخكې له ځنګه شړلى  وه بېرته ځنګه ته ننوت. 

ګيدړ له دوو مياشتو راهيسې  بېرته ځنګله ته د  ستنيدو او له ببرشاه  نه د خپل سپكاوي د غچ اخېستو په انتظار و.  ځنګله ته له ننوتو سره سم ګيدړ ملكې زمرۍ ته ورغى  او له هغې يي وغوښتل، چې ببرشاه ته د دي د تېروتنې د بخښلو ووايي. ګيدړ د زمرۍ ملكې د خواخوږي تر لاسه كولو لپاره هغې ته  د خپلې بې وزلۍ او ستړو ستونزو دروغ كيسې پيل كړي. زمرۍ ملكه پاك زړي وه، ځكه يي نو له ګيدړ سره ژمنه وكړه، چې له باچا ببرشاه  سره به په دې باب خبرې وكړي.

باچا بپرشاه  د ملكې زمرۍ په غوښتنه مكار ګيدړ ته په ځنګله كې د اوسيدو اجازه وركړه او له دې سره سم  ګيدړ هم د ځنګله د كرارۍ ګډوډولو لپاره خپل ناولي پلانونه پيل كړل.

 بيزوګي ته ورغى  او په غوړه مالۍ يې پيل وكړ. هغه ته يي وويل: ته څومره ګړندى، تاند او ځېرك يې. زه تل داسې انګيرم، چې د دې ځنګله پاچاهي له تا سره ښايي!.

له دې وروسته ګيدړ  د زړه ور (فيل) كره  ورغى  او هغه ته يي وويل: ته چې څومره غښتلى يې، نو پاچاهي خو يوازي له تا سره ښايي!.

.

زړه ور ورغبرګه كړه: زه پوهېږم، چې غښتلى يم، خو له زمري ببرشاه  نه غوره پاچاهي بل هيڅوك هم نشې كولاى!.

د دغه ځواب په اورېدو سره ګيدړ پټه خوله او مړه غوږونه  د زړه ور فيل له كوره ووت  او د خيټور( يږ) كره ورغى. په همدغسې خبرو يي د هغه لمسول هم پيل كړل، خو د خېټور يږ ګيدړ  ښه نه اېسيد، ورته وې ويل، چې سمدستي د ده له كوره ووځي.

 ګيدړ په ټول ځنګه كې كور په كور وګرځيد او كوشش  يي وكړ، چې د هر ځناور په زړه كې د پاچا كيدو لپاره هيله  پيدا كړي. ځينې ځناور، چې د وچكالۍ له كبله سخت خواشيني وو د مكار  ګيدړ  په خبرو وغوليدل او له زمري پاچا نه يي د واك اخېستو په باب فكر كول هم پيل كړل.

زړه ور په دې كېسو خبر شو او سمدستي يي زمرى پاچا هم پرې خبر كړ. زمري پاچا ګوربت ته امر وكړ، چې  يو ځل بيا والوزي او د موسم  تازه حال راوړي،  ځكه زمرى پوهيده، چې كه باران وشي، نو د ځنګله  د اوسيدونكو حال به هم بېرته ښه شي.

ده  د باران كيدو لپاره دوعا  هم وكړه، ځكه ده نه غوښتل، چې د څنګله د اوسيدونكو ورورګلوي خرابه شي. كله، چې ګوربت له الوت نه بېرته راوګرځيد، نو زيرى يې رارروړ، چې ډېر ژر به بارانونه پيل شي.

د زمري پاچا ټول  درباريان د دې خبرې په اوريدو ډېر خوشحاله شوو. زمري بيا هم زړه ور ته امر وكړ، چې ټول ځناور  د غره په لمنه كې يوې بېړنۍ غونډې ته راوبولي. لږ ځنډ ورسته ګيدړه او نور  ټول ځناور د غره په لمن كې راغونډ شوو او زمري پاچا ورته وويل: زما ګرانو! خوښ يم، چې درته ووايم په څو راتلونكيو ورځو كې بارانونه پيل كيږي.

 دوستانو كه څه هم زه خواشينى يم، چې تاسې د دې سخت وخت په وړاندې يو موټى پاتې نه شوى او ځېنو خو لا  د يوه داسې چا خبرې هم  ومنلي، چې زموږ ټولو بده غواړي.

 ګيدړ ستاسي دلمسولو هڅه وكړه او ځينو دوستانو له ماسره د يو موټي توب ژمنه هېره كړه. په راتلونكيو څو ورځو كې به بارانونه پيل شي او ستاسي ټولې ستونزې به هوارې شي، خو كه په دې  سربېره هم تاسې فكر كوئ، چې زه د دې ځنګله  لپاره مناسب واكمن نه يم، نو همدا اوس  ما ته وواياست، زه به له دې ځايه ولاړ شم او بيا به  هيڅ كله هم بېرته راونه ګرځم.

ښه ځنډ  ټول ځناور غلي ولاړ وو، ځكه دوى له ببرشاه  سره د ژمنې ماتولو  له امله شرميدل او بيا وروسته ټولو په يوه خوله له ببرشاه  نه بښنه وغوښته، چې د مكار ګيدړ  د خبرومنلو له امله په خپله ژمنه ونه دريدل.

 له دې سره سم ببرشاه  يو ځل بيا وزير بيزوګي ته امر وكړ، چې ګيدړ له ځنګله وشړي.

 څو ورځي وروسته بارانونه پيل شول، ټولو ځناورو  يو ځل بيا  خوشحاله ژوند پيل كړ، خو دا ځل  يي له پخوا هم په زيات يو والي ژوند كاوه.