غزل
خپل كه خير دى نه يو په يوه تار دواړه تړلي يو
پړو كې يو ځاى سره د دار دواړه تړلي يو
ګوتې له ګريوانه د يو بل به سره وباسو
لار د نجات وګوره اغيار دواړه تړلي يو
شونډې څټو دواړه د يو بل د اوښكو څاڅكو ته
تږي په ځنځير دانتظار دواړه تړلي يو
وروسته به حساب د ښو او بدو د يو بل كوو
لاس راكوه خولې ته د ښامار دواړه تړلي يو
مرګ باندې رقيبه د يو بل څله خوشحاله شو
جنګ خو سرو لمبو ته دانګار دواړه تړلي يو
راشه، چې جامې ورته د زغرو بېرته واغوندو
غشو ته جانانه د روزګار دواړه تړلي يو
هڅه د بېلتون مه كوه غېږ كې مې راونيسه
شمسه په نتاب پروردګار دواړه تړلي يو
شمس الدين شمس