بوډا

اسدالله نيازى

 

دغټوِغټو مریو تسپې يي  په لاس کې وې، وچې سپیرې شونډې یي ښوریدې، نه  پوهیږم څه به یي پرې ویل، لونګۍ یې په چپ لا س له تندي ور بیرته کړه،  مخامخ هوټل ته وخوت.

 په هوټل كې دناستو کسانو خولې ښوریدې غږاو غوږ وو،  د مچانو بنګا وه سړي په کمسورې هوټل کې لار وکړه،  دهوتل سرته تیر شو یوې کمزوې ستنې ته یي دملاتیر ولګاوو.

 د ته مخامخ یو خیټور سړی ناست وو،  بریت یې لکه د غوایي ښکرونه پورته تاو کړي وو،  د ته یي دسترګو له کونجانو کتل،  غوټې - غوټې ګوتې یي څټلې له کا سې نه یي یوغوښن هډ وکی ورواخیست،  د مخې په غا ښو یي غوښې ورنه شکولې،  په د و ه دری وارو چیچلو سره یي هډ وکی لوڅ ودراو، په شوندو یي نرۍ ژبه تیره کړه کاسې ته یي څرخ ورکړ دسپین ږیري خولې اوبه وکړې لونګۍ یې ړڼګه کړه،  داځل یې لیږ ټوله وتړله دهوټل شاګرد یو په ونه لنډ مزی هلک و،   مخې ته يي  ودرید.

 له سپین ږیري نه یي پوښتنه وکړه څه شی خورې سپین ږیري خوله چوله کړه یو چای یوه ډوډۍ دهوټلي شاګرد څټ وګراوو،  ختاووت دتسپو ټکا په میخ ځوړنده مرغۍ په چیغو راوسته.

 د ته مخامخ ناست  کس په غاښو کې خلکی وهل په غاښو کې بندې غوښې به یي په ګوته راایستې په هزاره ګي  ټغره به یي موښلې راوتلې ګردې ګردې سترګې یي سړي ته دا احسا س ورکا وه چې دهوټل له خورا ک نه  راضي دی .

 دهوټلي شاګرد یوه چاینکه چای سره له تورې ګوړې دسپین ږیري  مخې ته کیښود ه .چایې ورواچا و یو نری سور یې وکړ یوه خا شه ګوړه یي دزامې غاښو ته سیخه کړه دته مخامخ کس ولټید،  دربن دربن ګامونه یي اخیستل هوټلي ته یي حساب ورکړ له هوټل نه ووت .

 سپین ږیري یوه بله پیاله چای هم ورواچاوه ښه ډیر ساعت یې نور هم تسپې واړولې په ږیره یي لاس راتیر کړ ایله تر ګورت وته په لټیدوکې یي په ملا کې بریښ شو .

ورځې یي سره وروستې سوکه سوکه یي ځان د هوتلي ددخل سرته ورورساوو هوټلي پیسې شمیرلې،  ده لس افغانۍ په میز ورته کیښودې دهوټلي ورپام شو:   څه شی دي وخواړه؟

 سپین ږیري په خواره خوله ورته وویل:  یو چای نیمه ډوډۍ!

 هوټلي دغمیو خولۍ تندي ته راشیوه کړه په جګ غږ یې وویل:  لس نورې!

 سپین ږیري لاسونه په میز تکیه کړي وو وی ویل:  نه مي شوای درته ویلای،  ډیر وږی وم.

 هوټلي لس افغانۍ په لاس پورې وهلې په قهريې وویل:  چې نه یي لري مه راخیژه،  دا خو څه د سړک د غاړې سماوار نه دی.

 ناستو کسانو هم ورته راوکتل دوی په همدې شر او شورکې وو، چې  د وه  کسان ، چې مولونه يي وهلي وو هوټل ته راوختل،  دهوټلي سرته یي تفانچه ونیوله د دخل دخلا صیدو اشاره يي ورته وکړه،  هوټلي لیږ سره وښوریده غله دغوږ له بیخ سره ګرم کړ،  خولۍ یې دسپین ږیري تر مخ هیسته تیره شوه،  زریې د خل خلا ص کړ غلو پیسې ور واخیستې.

 تر دې منځ سپین ږیري دهوټل په وسپنیزو کټارو ځان تم کړی وو له ورستۍ زینې نه په راښکته کیدوکې یي شاته وکتل په لو حه لیکلي وو قناعت هوټل .