زما وطنه
زما وطنه ته ګلزار اوسې تل
خوا ته دې مه راځه دمني يو پل
تل غوړيدلي دې وي ستا غاټولان
ستا دراغونو او دښتونو ګلان
تل زرغونه اوسه ستا هره دښته
ويجاړه مه شه ستا دخونې خښته
ښائست دې اوسه همېشه بې مثال
بل دې وي تل دركې دعلم مشال
ترهر يوه سيال دې شه لږ پورته مقام
چې دې عظمت ومني هرخاص او عام
ستا په لمن دې نه وي قتل و قتال
ستا په انګڼ دې خپور دمينې وې شال
دامو دعاده په موږ ګران وطنه
نور دې اباد كړه پاك سبحان وطنه
سعود نور سعيد