د طبی علم بابا آدم مشهور معالج بقراط, د یونانې طب هغه ځلانده ستوری دې چې تر ننه دهغه طبي څیړني او اصلاحات په مینه لوستل کیږی، بقراط په خپل وخت کښې له طب نه هغه توهمات پریمنځل چې دکوس مذهبونو، مصر او کنې ډوس نه په میراث پکښې پاتې شوی وو، او هغه مواد د طبي علم یوه برخه ګرزیدلی وه،هغه د نوي نظم له مخې په طب کښې د استقرایې او ایجابې اصولو بنسټ کښیښود.

بقراط به دخپلو معالجینو حال احوال او دبیماري بشپړه راپورټ له ځان سره لیکه، تر ۱۹می پیړی پوری دهغه دجراحې عملیاتو ننګونه چا نه ده  کړی، نويې بیګر د طب دتاریخ لیکلوال  د بقراط ۵۹ تصنیفات  راغونډ کړی دی ، جالینوس حاکم په ځینو مواردو کښې د بقراط حوالې په زیات شمیر کښې کار کړی دی، بقراط پر انسانې صحت د محیط اثرات هم بیان کړې چې د طب او جغرافیی دعلم یوه نادره امتزاج یې منځ ته راوړې دی، هغه په خپلو تصنیفاتو کښې پر غذا او ورزش باندې مفصل  ږغیدلي دی.

د تاریخ دعلم  بابا آدم ، هیروډوټس:

هیروډوټس په ۴۸۴ قبل المسیح شاوخوا کښې زیږیدلی دی، ده په خپل تاریخ کښې د علم او فن  پیوستون رامنځ ته کړی دی، هغه د یورپ او اسیا د تاریخ لیکنې پر مهال خپله هلته سفرونه کړی دی، د هغه په تاریخ کښې د سیمو نسلې او جغرافیایې مالومات دومره درست او صحیح دې چې تر ننه دهغه په درستوالې کښې چا فرق نه دی  په ګوته کړی، هغه دمصر حال او بیا د نیل دریاب حال په ښه تفصیل سره بیان کړی دی،  لومړې هیروډوټس او ورپسی په ۳۹۵ قبل المسیح کښې تیوکې ډیډیس د یونان د تارېخ لیکنې داسې شخصیات دې چې تاریخ لیکنې ته یې دمستقیل علم او فن درجه ورکړه، د تیوکې ډیډيس د پیلوپونیسیا تاریخ د نړی تر ټولو مشهورترین تاریخ بلل کیږي، همدارنګه د هیروډوټس په هکله ویل شوي دې چې هغه د مقدونې سکندر یا الګزنډر سره په خپله په هغه جګړو د یوه تاریخ لیکونکې په صفت ملګري  شوی دې چې پر افغانستان باندي ېې تر سره کړی وی، هغه هڅه کړی ده چې په خپلو لیکنو کښې له جانبداري ځان وساتې، ظفر کاکاخیل په خپل کتاب پښتانه دتاریخ په رڼا کښې د هیروډوټس د لیکنو هغه اقتباسات ذکر کړی دې چې هغه د پښتنو پر سیمو د یونانې لښکرو د یرغل پر وخت لیکلې وو، هغه په خپله د اباسیند د لیدلو په موخه په هغه کښې د کښتې صفرونه کړې وو، هغه دا لیکلې چې دا سیند پر دومره اوږدوالې کښې و دریاب ته توییږی او ددی سیند پر شاوخوا ېې د ابادو پښتنو قبایلو ذکر هم کړی دی، دا هم ویل کیږی چې الیګزنډر ته د اسیا او افغانستان د جغرافیایې معلوماتو نقشې ارسطو ترتیب کړی وی چې د ارسطو په بیان کښې به پری رڼا واچول شې.