د پنځمي قبل المیلاد عیسوي پیړې مشهور شخصیت  دیموقراطوس ګڼل شوی دی،دهغه مشهور تصنیفات عبارت دی له علاج نفسی او علاج بالغنا کتابونو څخه. دهغه له نظره دخرابیو لاملونه د نورو ذوالحیاتو او یا د نورو څیزونو د تماثیلو اغیزی دې چې د ویدو انسانانو پر ارواحو مرتبیږی. 

د یونان مشهور ترین فلسفی شخصیت سقراط په ۴۷۰ قبل المیلاد کښې زیږیدلی دی سقراط د افلاطون استاد دي. د سقراط دفلسفې د منهاج ځانګړتیاوي دادي : د واضحه تعریفاتو وضع کول، د استقرا او حس مشترک له لاري د څیزونو حقیقت مالومول، دفکري ابهام له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅه کول، دخپل مسولیت په شدت سره احساس کول، د اهل علم دپاره مدلل تشکیک غوره کول ترڅو تر حقیقت ته په اثباتې مدارجو څان ورسوي، د سقراط په هکله زیاتې لیکنې شوي دې او دهغه پر نظریاتو د اختلاف او موافقت په سلګونه مقالات د تاریخ په اوږدو کښې لیکل شوی دی.

په ریاضیاتو کښې د افلاطون بل مشهور استاد تیوډوروس د پنځم قبل المسیح قرن  په پای کښې نړۍ ته راغلې دی.تیوډوروس دا ثابته کړه چې له ۳ څخه تر ۱۷ عددو پوري غیر مربع اعدادو جزر دتکسیر وړ نه دي. یوبل فیثاغورثې ریاضیدان بریسون هم ددی وخت فیلسوف دي، هغه د داخل المحیط کثیرالاضلاع په ارکانو کښې له زیاتوالې سره سره له خارج المحیط کثیرالاضلاع څخه هم کار اخستی دي. دهغه داخیال چې د دایري رقبه د یو حسابې اوسط دی غلط ثابت شو،ولی چې  دا اوسط د داخل المحیط  او خارج المحیط کثیرالاضلاع د رقبو تر منځه سم رانغلو .همدا رنګه د یوناني فیلسوفانو له جملي څخه انټې فون او بریسون د افنای الفرق منهاج ته نوره هم پراختیا ورکړه.

فلولاوس هغه یوناني فیلسوف دي چې په لومړي ځل یې د فیثاغورث تصنیف خپور کړی دی، فلولاس به ویل چې ځمکه د کایناتي تنور پر شاوخوا په څلورویشت ساعتونو کښې چکر وهې، هغه له ځمکې سره د شمسې نظام د سیارو تعداد لس ښودلی وو، هغه په سپوږمۍ کښې د نباتاتو او حیواناتو دشتون اټکل کړي وو. هغه دا هم ویل چې مکعب په اصل کښې یو هندسې توافق دي، ولې چې که ددې ۱۲ څنډی او اته اضلاعوې وسنجول شې نو دتوافق یو تسلسل منځ ته راځي. فلولاوس د حسې ، حیواني، او نباتاتي دندو تر منځ دتوپیر نښه پیدا کړه  او دماغ ، زړه او نو یې ددې لپاره مقامات وګڼل (اوسنې ساینس ددا ډول وارداتو لپاره یواځې دماغ د مرکز په حیث منې)، هغه ویل چې جسم له حرارت څخه پیداکیږی، تنفس دغه حرارت یخوي، اوهمدارنګه  د بیماریو لاملونه وینه ، صفرا او بلغم دي.