زه ورسره اوسمه نایاب به شي
ښکلي عادتونه دي ګلاب به شي
شور کوه جانانه چې چپ نشي نور
مینې کې سوالونه دې ځواب به شي
نوره د ګناه پروا ونه ساتي
دا هم ستا نازونه دې ثواب به شي
اوښکو نه د ولي سبب مه پوښته
سترګو کې ډنډونه دې سیلاب به شي
ستا په ناز کاته ساقي او دا پیاله
سترګو ته چې ورسي شراب به شي
مه ساته په زړه وسواس دمیني نور
جوړ له دې احساسه اظطراب به شي
مړه مړه ستایادونه مې په زړه دي ښخ
پام کوه ځلانده په عذاب به شي
12.05.2011
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
زړه را نه جانان لکه ګلونه غیږ کې ونیسي
خیال لکه هنداره تصویرونه غیږ کې ونیسي
شپه د یار د زلفو مې په مخ باندي خوره کړله
زړه را نه د وړانګو کتابونه غیږ کې ونیسي
تش زړه لکه تش منګي به ډک شي ستا په شنه خندا
کله خو به ښکلي ګودرونه غیږ کې ونیسي
څنګه له دې اوره اوس د زړه لمن را غونډه کړم
اور دا ستا د غیږ مې ګریوانونه غیږ کې ونیسي...
12.05.2011
- ډاکتر فیض محمد ځلاند
څه عجیبه د یار په مخ د زلفو ول پروت ديلکه اغیار د سر په بیه په کابل پروت ديشبنم له شرمه د ګل مخ باندي اوبه اوبه شيد ګل په مخ باندي نظر د کوم یوبل پروت ديپه مین زړه د مینه ناکو اعتبار اوس نشته...زما د یار په شنه خندا کې هم څه چل پروت ديپام چې تیاره ده هر قدم په احتیاط ږده دلتهاوس د اغزو په ځاي په لاره کې مړ ګل پروت د...