چا مو پري کړي د چنار لاسونه

چا مو د زاڼو د کتار لاسونه

په پوري کلي هیلکوپتر غوریږي

اوبو راوړي د اغیار لاسونه

هغوي پرون د ټول هیواد دعوه کړه

نن یې تاو کړي له یو ښار لاسونه

رقیبه اوس مې پیژندلي ښه يې

مه نیسه شاته پس له وار لاسونه

پرون سوګند دوي پخپل لاس واخیسته

نن ځوړند کړي دوي په دار لاسونه

ځلاند له یاره داسي لاس چاپیر کړي

لکه منګی نه تاو کړي یار لاسونه