نشته توپیر د دوی ترمیان ،د سړي زړه رڼا شي

د محبت په سود او زیان ،د سړي زړه رڼا شي

منم په نظم د سایل ادب کړي ناز د پښتو

خو په غزل هم د کاروان ،د سړي زړه رڼا شي

چې دا به مینه وي که ښکلي واړه ښه لګیږي

ستا په لیدو خو په ایمان ،د سړي زړه رڼاشي

چې ورته وشي د مور زړه کې د دعا اراده

لکه چې ولولي قران ،د سړي زړه رڼا شي

خدایزه وصال به یې په کومو پسرلو ورګډ کړي

په تصور چې د جانان ،د سړي زړه رڼاشي

ټپه ټپه ده، د ټپي زړونو ټکور ده ټپه

مخلصه! تش په یه قربان ،د سړي زړه رڼا شي