په لارکښې ناست وم څوکیداردستادپلونوومه

موجودخووومه که څه هم پټ په ګردونوومه

په داسې حال کې که دستادنوم تکیاهم نه وی

خدای زده پریوتۍ به دکوموګړنګونوومه

زه که شاعروم په نامه ستادنمکینوسترګو

زه مصوردڅیروویروګریوانونوومه

چې غوړول یې په زړګوکې دامیدګلونه

هغه ښکالودپریشانه آوازونوومه

چې دې راکړي سزانه ده دادې ظلم کړی

که زه خلل ستادخوږوخوږوخوبونوومه

ستاتصورهم که راغلی دی په تیښته تلی

زه اوسیدونکی دجنون دکنډرونوومه

ماپه کوڅه په بام اودارکې فرق نه ؤکړی

زه سایل داسې لیونۍ ددیدانونوومه