دوطن پرهــــــــــــــر
دستاپرهرهم ګورم
په زړه كي دردهم لرم
پرهرګنډلئ هم شم
خو
ستنه تارنلرم
اوزه بي وسه يمه
طبيبان هم پيژانم
اوراوستلئ هم شم
خو
هغه ټول طبيبان
چي يي نظركي لرم
اوراوستل يي غواړم
دستاپرهردپاره
هغه ظالم طبيبان
هغه دوخت طبيبان
چي ستاپرهروګنډى
هغه به نشى راجوړ
او
نوربه هم ناسورشى
ولي چي داطبيبان
دستاپرهروطنه
په هغه تارستن ګنډى
چي هغه تاراوستنه
دواړه له زهروډك دى