هائيکو

 

سحر وختي د يوې ونى لاندى

څه اوچې پاڼى داسې سرې پرتې وې

لکه چې ډز چا په مرغو کړے وى

 

 

 

 

 

 

دشيش محل د دريچو نه اخوا

د سپين جمات د منارو نه لرې

ما د اولس سره ژوندون تير کړے

 

څوک د دهقان د خولو مالګه سټى

څوک د مزدور په غوښو ځان مړوى

دا معتبره چې د نيا يې ګڼى


دزرو ښار کښې د رنګونو ګډا

خاورو کښې لت پت يو ماشوم اودۀ وو

ما ته دنيا پيکه پيکه ښکاره شوه

 

د محلونو په بامونو شمعې

په غريب چم وو د تيروحکومت

خو دغه ښار کښې چا نظر نه لرو

 

يا منارې به د سرونو ودرئي

يا به نيزو کښې ماشومان او پيي

دغه لښکر چې استولے دے تا

 

تا دخوارانو دومره وينې څښلي

پاتې په تن کښې دى اوس تش هډونه

دا نوره تنده به په  څۀ ماتوې

 

د سرمايې لمبه لمبه فضا کښې

داسي احساس لوګے لوګے کړمه زۀ

لکه ققنس چې په لمبو اوسوزى

مشتاق على شان (سعودى عربستا ن )