غزل
سليم راز
کچه کور کښې چې اوسيږم
له بارانه خود ويريږم
عجيبه شانې ديوال يم
چې رژيږم لا کلکيږم
کومې سترګې چې مې وژني
په هغو سترګو رغيږم
د احساس له اذيته
زۀ لمحه لمحه قتليږم
د غمونو سره غرمه ده
ويلي نه شوم واوره کيږم
هر موسم مې بې لچکه
چې ټيټېږم نو ماتيږم
رازه زلفې چرته ګوره
لږ په سيوري يئ ؤدريږم