غزل

 

عبدالباري جهاني

 

پيالئ نسکوروم دې تشومه خو دي نه

نصيبه بدلوم دې قبلومه خو دې نه

 

تقديره زولنې دې دجانان تر کوڅې وړمه

زندانه نړوم دې تيرومه خو دې نه

 

ازل مې ليونتوب دے له نامه سره کرلى

 ګريوانه څيروم دې ټولومه خو دې نه

 

دسر سودا منمه خو چې سر ټيټول غواړي

قاصده ستنوم دې ورليږمه خو دې نه

 

خالق مې ککرۍ سجدې ته نه ده پيدا کړې

تنديه ماتوم دې لګومه خو دي نه

 

ياغي يم د فرياد دپاره نه يمه راغلى

آسمانه کڼوم دې ژړومه خو دې نه

 

د غره پر ژبه غواړم د شيرينې دنوم ذکر

جنونه پاروم دې ويدومه خو دې نه

 

زخمونه دحبيب دي دطبيب کوڅې ته نه ځم

پرهاره شوړوم دې رغومه خودي نه

 

چې هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکښې بليږي

د يار دتصوير خاله هيرومه خو دې نه

 

چې شمير دجهاني دګناهونو باندې کيږي

ذاهده ړندوم دې خپلومه خو دې نه