جماليات يو نظرياتى جاج

 عبدالسلام سلام

عام طور فنون لطيفه ،موسيقى، شاعرى او د تخليقى ادب نور اصنا ف داسې ګڼلي کيږى لکه دا چې د مراعات يافته طبقې ميراث وى . د فن خلاف دا جارهانه انداز د جسمانى او ذهنى محنت پۀ مينځ کښې دپيدا شوى تقسيم نتيجه ده . داسى پۀ انسانى جاپيريال کښې د هميش راسى نۀ وو . پۀوړومبنى انسانى جاپيريال کښې موسيقى شاعرى او نور فنون د انسانانو( ښځو او سړو) مشترکه ملکيت وو.په ثقافت د يو وړوکى ټولګى اجاره دارى د طبقاتى معاشرې پيداوار دے چې اکثريت نۀ صرف د ملکيت د حق نه محرومه کوى بلکه د شحصيت اود ذهن د آزاد پر مختګ  د حق نه ئ هم محرومه کوى . کوم چې د محکومى  طبقى اکثريت د فنون لطيفه او ادب نه دومره بېګانه کړى چې يا خو دهغى نه نفرت کوى او يا ورته ددغى حصول خوب ښکارى ـ      

جماليات يو نظرياتى جاج د قيصر افريدى د کتاب نو م دے چې زما پۀ خيال پۀ پښتو کښې پۀ دى موضوع زما تر نظره کوم کتاب نۀ دے تير شوے او کۀ وى نوهم ډير کم به وى . دا کتا ب مجموعى طور د جمالياتو پۀ مجموعى تاريخ يا نورو حوالو  بحث نۀ دے بلکې د جمالياتو پۀ نظرياتى يا فلسفيانه اړخ يو نظر دے لکه څۀ رنګه چې  قيصر افريدى پۀ خپله د کتا ب پۀ اخره کښې ددى خبرى سپينا وے پۀ روښانه ډول کړے ٫٫يوه هيله چې زۀ ئي د خپلو لوستونکو نه لرم هغه دا چې  هغوئ به دى کتاب ته محض پۀ دى نظر نۀ ګورى ، څۀ رنګه چې پښتو او اردو کښې د جماليات متعلق ځينى کتابونه چاپ دى  هغه يا خو د جماليات د تاريخ پۀ زمره کښې را ځى او ځينى د جماليات فهرست نما تعارفى کتابونه وى،، ـ

قيصر افريدے ددى بحث ابتدا د وړومبى انسان د يوى فرضى خا کي نه کوى او هغه ځکه چې  د جماليات ابتدا د هم دغه وړومبى انسان نه کيږى هغه انسان ته کۀ څوک د خپلى عقيدى يا نظرئي مطابق څۀ نوم هم ورکوى خو هغه چې پۀ خپل چاپير چل کښې ګورى نو څۀ څيزونو ته بد اوڅۀ څيزونو ته ښۀ يا پۀ بله معنا څۀ څيزونو ته ښکلى او څۀ ته بدرنګه وائئ ـ قيصر افريدے ددى خبرى د ثابتولو کوشش کوى چې دغه چيزونو ته ښکلى او بد رنګه نوم ورکولو شاته څۀ وجوهات موجود دى هيڅ بى هيڅۀ دى ته دښکلى او بد رنګه  دا نوم نۀ ورکول کيږى او هغه وجه ددغه څيزونو د انسان دژوند پۀ مختلفو اړخونو پريوتونکى بد يا ښۀ اثرات دى چې انسان ئ بياد ښکلى والى او بدرنګئ تعين کوى يعنى  خارجى څيزونه حالات او واقعات پخپل ما فيه کښې نۀ ښکلى او نۀ بد رنګه دى بلکى انسان هميشه د خپلى افادى پۀ تناظر کښې هغى ته دښکلا او بد رنګئ تعين کړے دے او ددغه تعيناتو نه زمونږ  ذهنى معيارونه جوړشوى او جوړيږى ـ

دلته قيصر افريدى د مجذوبيت ، د ما بعدالطبيعاتى او ماورائئ ٫٫ قيصې،، رد کړى دى او پۀ څرګند ډول ئ دلايل هم ددى خبرى پۀ حق کښې ورکړى چې جماليات د ژوند سره تړلي او ژوند پخپله يو جمالياتى محور لرى او زمونږ ژوند ته اپروچ طبعى دے کۀ نوم ورله هر څۀ ورکړو خو بنيادونه به ئئ هم د انسان دغه طبعى اړخونو نه را اوچتيږى تردى چې د مذهبونو د تمامو مابعداطبيعاتى قيصو باوجود د هغى بنيادونه  او دهغى متوقع فوائد طبعى اومادى دى ـ

قيصر افريدى جمال د افادى مترادف ګڼى هغه وائي چې انسانى افاده يواځى پۀ خارج کښې دد دؤ مختلفو او متضاد څيزونو تر منځه د هم آهنګئ پيدا کولو نوم نۀ دے ـ دا يوازى خارج سره د انسان دد داخل  هم اهنګۍ پيدا کولو نوم نۀ دے ـ دا يوازى خارج سره د انسان  دداخل هم اهنګى او مطابقت نۀ پيداکوى  بلکى  د بنيادى  انسانى مقاصدو پۀ نوم  انسان سره د انسان  دهم اهنګ کولو  وظيفه  هم تر سره کوى  او دغه شان انسان نۀ يواځى  دښکلا مينى او رغبت وړ ګرځوى  بلکى د انسان  او انسان پۀ مينځ کښې  چې د بنيادى انسانى  مقاصدو  د اشتراک  او دهغى احساس  څومره  څومره سيوا کيږى  ، ورسره ورسره  د ښکلا ، مينى او رغبت  دا رشتى نورى جختيږى ،کلکيږى او يو جذ باتى نظام وضع کيږى ،، ـ

قيصر افريدے د ا فادى پۀ زومره کښې د د هغه دا نشورانو او پوهانو دا خبره هم رد کوى د چا چې دا خيال دے چې ٫٫ جنګ انسانى فطرت دے ،، دا بحث پۀ نړيواله سطحه تر ننه موجود دے خصوصاً د سرما يه دارى نظام وکيلان ددى خبرى ډير پۀ زور اوشور سره حمايت کوى او هغه ځکه کوى چې ددوئ پۀ نزد لکه دنورو اجناسو انسان هم يو خرڅيدونکي جنس دے چې کله ترى منافع تر لاسه کيږى طلب ئ پۀ مارکيټ کښې وى نو نور دى پيدا کړې شې او چې د مارکيټ ويليو وغورزيږى يا پۀ بله معنا طلب کم شې او پروډکشن زيات شى نو  اضافى مال دى خذف کړے شې هم ددغه نظرئي تر مخه داقسم پوهان د جنګ حمايت کوى او وائئ چې ددى سره د آبادى تناسب برابريږى ـ هم دغه رنګى د خاندانى منصوبه بندئ پۀ حواله چې کوم سوال قيصر راپورته کړے او دا ئئ  د افادى دنظرئ سره متصادم ګڼلي بيخى سم او پۀ ځائ دے ـ محترم ډاکټر اسرار صيب د کتاب پۀ سريزه کښې ددى خبرى سره اختلاف لرلي او دا خبره يئ غيرسائنسى ګڼلي پۀ دى حواله به زۀ دو مره اوائم چې د کارل مارکس نۀ زيات پۀ انسانى تاريخ کښې د سماج د سائنسي اصولو متعارف کونکي او پۀ دى اړه د هغۀ هومره کار کونکي بل هيڅوک تر لرى لرى پۀ نظر نۀ را ځى اودا حقيقت د هغۀ مخالفينو هم منلي دے هغه پۀ سائنسى بنياد دا خبره کوى چې په انسانى سماج کښې پيداوار د انسان دضرورت دپاره دے  خو سرما يه دارى نظام د پيداوارى ضرورتونو دپاره انسان پيدا کوى چې دا دانسان توهين او سپکاوے دے ـ مارکس د اسقاط حمل مخالف پۀ دى وجه نۀ دے چې ګنى دا حق دى چا ته نۀ وى چې پۀ خپله مرضئ بچې پيدا کړى ، بلکه پۀ دى وجه دي چې د خاندانى منصوبه بندئ بنيادى غرض هم دغه دے چې پۀ يو سړى معاشى بوج نۀ وى ـ پۀ دى ځائ کښې دا خبره هم د ذکر وړ ده چې پۀ جاګيردارى سماج کښې د زياتو بچو پيدا کولو رجحان هم معاشى وى ځکه چې په زمکه د قبضى برقراره ساتلو دپاره به دډيرو کسانو ضرورت وو او هم دغه شان جوائنټ فيملى چې پۀ قبائيلى سيمو کښې ئي نن هم لوئي لوئي مثالونه موجود دى ـ نو د قيصر سوچ بيخى پۀ دى حواله سايئنسى دے خو ډير پۀ باريک بينـئ ورته نظر کول غواړى ـ نن سبا يو پيشن دا هم جوړ شوے او تر څۀ حده ضرورى هم دے چې هر څۀ دى پۀ سائينسى بنيادنو وکتلي شې نو پۀ دا سى وخت کۀ يو څيز د سائنس سره تړون خور ي يا نۀ خو خلک ئ ورسره تړى ـ خاص طو ر ددنيا ټول هغه مذهبى سکالران  چې  محظ پۀ يوه مخصوصه ټولنه دخپل د کلونو را هسى بى تا جه بادشاهى کوى خپل خپل مذهب پۀ سائنسى بنيادونو ثابتولو کوششونه کو‌ى او ډير بى بنياده دلايل مينځ ته راوړى چى د سائنس سرسرى مطالعه لرونکى خلک به ئ هم ونۀ منى ـ  

د نن دور انسانان کۀ د سرما يه دارى نظام د شکنجى نۀ بهر او ځى او د منافع برائ منافع فلسفه ترک کړ‌ى نو ژوند د کلهمو بنيادى ضرورتونو دپاره چې د ټولى نړئ انسانان چې صحت مند او دکار قابل وى پۀ هفته کښې شپږ ګينټى کار وکړى نو هم د لسو کالو دپاره د ټولى نړئ بنيادى ضروريات برابرولي شې ـ  

            د لته قيصر ډير پۀ تفصيلى انداز دجمال تړون د افادى پۀ بنياد سر ګند کړے . او دا خبره ي يقيناً چې د سماجى سائنس  پۀ بنيادثابته کړى او دثابيتيدو دپاره ئ نورهم پۀ سلګونو مثالونه موندې شې ــ 

 د افادى نه پس قيصر دجمال او اخلاقياتو څيړنه کوى او دى نتيجى ته رسيدلي چې کله انسان پۀ خپل ړومبنى دور کښې دخپل ساده ژوند نه کوم فطرت اخستي وو نو د هغې مطابق د خير او شر تصور دانسان د ټولنيز ژوند سره نۀ ووتړلي يعنى د شر تصورد دانسان سره نۀ وو تړلي شوے بلکى د خپل ماحولياتى او جغرافيا ئي چاپيرچل اثراتو سره ئ د خير او شر تصور تړلي وو ځکه چې د ملکيت تصور نۀ وو ـ دا نسان سره د خيراوشر تصور هغه وخت وتړلي شو کله چې انسان د زمکى د يوي ټکړے نه کرښه چاپيره کړه او پۀ دغه ځائ کښې د يو انسان تضادات دبل انسان سره شروع شول ـ او دغه شان دوئ ته د خپلو مفاداتو د تحفظ دپاره د اخلاقياتو ضرورت پيښ شو ـ دروغ ،شوکه ، ډاکه، غلام اوآذاد پيدا شول ـ او بيا ددغه غلامانو دپاره اخلاقيات هم وټاکلي شو ـ او دآزادو خلکو دپاره بيل اخلاقيات تو ته ضرورت پيښ شو ـ

پۀ نورو اسانو ټکو کښې مونږ دا خبره دا سى هم واضح کولي شو چې اخلاقيات د طبقاتى ټولنى پيداوار دے چې د مختلفو طبقاتو د طبقاتى مفاداتو پۀ تناظر کښې وده مومى ـ

قيصر ئ پۀ دى انداز تشريح کړى چې ٫٫ د پاکستان موجوده اخلاقى  نظام چې د کومې رياستى دائرىې پابندى کوى نو پۀ حقيقت کښې دا دهاغه دائرى سره متضاد شکل لرى بلکى متصادم شکل لرى  کومه دائره چې د متحده هندوستان پۀ نامۀ ياديده ـ

قيصر  پۀ اخره کښې اخلاقيات د جمالياتو د دائرى نۀ بهر کړى او ديو بل سره ئ متضاد ګرځول

هم دغه رنګې په کتاب کښې ټول موضو عاتو باندى قيص اپريدى ډير کوشش کړے او صرف تشريحات ئ نۀ دى کړى بلکې دتشريحاتو تجزيه ئ  په ژور نظرکړې او د هغې په رڼا کښې ئ چې کوم نتائج مخې ته راوړى په هغې  دډير مفصل بحث ضرورت دے او هغه په يوه تبره کښې را ځايول به ګران شى په هغى د يو‌ى مفصلى مقالې ليګلو ضرورت دے ـ