http://aryoub.bloguna.tolafghan.com/assets/photos/788/4876/original/enchanted-melody-c.jpg

يوه سندر بوله مې په روح کې اوسي

¬¬¬¬¬¬¬

يـــوه ســندربــــــولـــــه مــــې پــــه روح كــې اوسي

وايــــــي لـــــه تـورو شپــــو ژونـــــدون وبــــاســــه

تـــــــور رواجـــــونــــــه د حـــالا تـــو مـــــــات كـړه

ځــــــان لــــــه دې تــــور شـــــانې قــــانـــون وباسه

¬¬¬¬¬¬¬

يــــوه ســـندربـــولـــه مـــې په روح كـــــــې اوســي

راتــــــه د مينــــې خـــــوږ احســــــاس راكــــــــــوي

د ژونــــــد اسمــــــان تــــه مــــې د مينــــې پـــه نوم

ستــــوري رنگيـــــن لكــــه المـــــــــــــاس راكـــوي

¬¬¬¬¬¬¬

يــــــوه سنــــدربـــــولــــــه مــــې پـه روح كې اوسي

كلــــه مــــې درد كلــــــــه درمـــــان تــــــــــــه بوځي

كلـــــــــه د بيـــــــل ژونـــــــــدانــــــه لار راښــــــايي

كلـــــه مـــــې بيــــــل غونـــــدې جهـــــان ته بوځــي

¬¬¬¬¬¬¬

يــــــوه سنـــــدر بــــــولــــه مــې په روح كـې اوسي

مـــــــــاتـــــه د خـــــــپل ژونــــــــد فلســــــفه راكوي

كلــــــــه شپيــــــــــلـۍ د اســـــــــرافيـــــــــل غــږوي

كلـــــــــــه د ستــــــــــــــړي ژونــــــــد نغـمـه راكوي

¬¬¬¬¬¬¬

كلــــــــــه مـــــــې خيـــــــال كـــې تـر جـنتــه بوځـي

كلـــــــه بيـــــــا خيــــــال د دوزخــــــونـو راكـــــــړي

كلــــــــــه مـــــــــې جــــــــــام او ميخـــــانې ته بيايي

كلــــــــه بيــــــــــــا ډار لـــــه گنـــاهـــــونــــو راكړي

¬¬¬¬¬¬¬

د جـــــــادوگـــــــــرې ادا شــــــرنگ پـــكښـــــــــــــې دى

د جـــــــــــــادوگــــــــرې ادا شــــــــــرنگ را بخــــــښي

د يـــــــــو سپيـــــــــڅلي بغـــــــــــاوت پــــــــــه لـــــــــورې

يــو شــوخ پــاڅــون او شــوخ غــورځـــــنگ را بخښي 

¬¬¬¬¬¬¬

نـــــــــــــــــــو زه د روح دغـــــــــــه خبــــــــــــــــره منــــم

لــــــــه نــــــفــــــرتــــــــــــونـــــو نـه نفـرت كـــــــومــــــه

نــــــور نـــــــو لــــــه ميـــــــنـــې ســـــره مــــــينــه كــــوم

نــــــــور نـــــــــو سپــــيـــــڅـــلى بـغــــــــاوت كـــــومـــه

http://aryoub.bloguna.tolafghan.com/assets/photos/788/4722/original/%D8%AF_%D9%BE%D9%88%DA%9A%D8%AA%DB%8D_%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D_%D9%85%D8%AE_%D9%A1.jpg

يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى