غزل
ستا له څنــــــګه ، ســتا لــــه کلي ، ســتا له ښــــــاره وتى يم
لکـــه مات ستـــــورى د خـــــپل ژوند لـــه مــــــــد اره وتى يم
د لټـــون په يبلو پښـــــو پـــــــــه يـــــــو غزل پســــــــې ګرځيږم
يو نيمګـــــړ ى غـــوندې ســــــاز يـــــــم له سيتـــــــاره وتى يم
اوس مې ځکـــه د سنـــدرو مرۍ غـــوڅې ،غـوڅې ښکاري
چـــــې لــــه کلي ، لــــــه ګــــــــــــــودره ، لــــــه چنــــــار ه وتى يم
خپل دښمــــن ســـــره هم مينــــه کــــړم دا کار راپــــاته شوى
نــــــوره لـــــه ژونده وتى يمـــــه لـــــه روزګـــــا ره وتــــــــــى يـم
نور په جــــار باندې نـــارې کـــړم چې په تا باندې ميـــن يـم
بـــــس لــــــه زغمــــــه اى اشـــــنا لـــــه انتظـــــــــــاره وتـى يم
کــــــه قدم مــــــــې په سکروټو يا پــــــــه څوکو د چـــــــړو وي
نــــــــه ستنيـــــــــږم چې دا ستــــــا د عـــــشـق په لاره وتى يـم
لکه څړيـکه ، لـکه درد،لـــــکه سلـــــــــګۍ ، لــــــکه فرياد
بـــــــــــــې نوا د يو شـــــــاعـــــر زړه نه بــــې واره وتـــى يم
بس چې ځـــــان تـه ليونى شـــــوم انديښمنــــــــه نو دونيا ته
هـــــــــ ـغه دم د ليــــــــــــــونيـــــو لـــــــــه کتــــــــــاره وتـى يمد انديښمن ځاځى تازه غزل