د مانوس ټاپو په توقیف مرکز کې کډوالو رسنیو ته ویلي دي چې د پابونیوګيني پولیسو دوې ته د توقیف مرکز د پریښدلو امر کړی او د یو ساعت موده ورکړې وه تر څو یاد توقیف مرکز په خپله خوښه پریږدي او بدیل استوګنځایونو ته لاړ شي.

پولیسو یو ساعت وروسته توقیف مرکز ته تر داخلیدو وروسته د کډوالو د مقاومت په صورت کې یو پناه غوښتونکی کډوال نیولی وو چې د لنډ مهال وروسته بیرته خوشي کړای شو. استرالیا د دې موضوع په ارتباط ویلي دي چې دا عملیات د پاپونیوګیني حکومت لخوا تر سره شوي دي او پر دوې پورې هيڅ ډول ربط نلري.

استرالیا ټول هغه کډوال چې د سمندر له لارې په غیرقانوني ډول استرالیا ته د داخلیدو کوښښ کوې د نیول کیدو وروسته د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو ته لیږدوي او ترې څارنه کیږي. خو د مانوس توقیف مرکز تر هغې وروسته وتړل شو کله چې د پاپونیوګیني یوې محکمې یې د تړل کیدو حکم صادر کړ او یاد توقیف مرکز یې ددې هیواد د اساسي قانون خلاف وبللو.

«مالکوم ترنبول» د استرالیا لومړي وزیر ویلي دي د ده حکومت او ملت به هیڅکله د کډوالو د منلو فشار ته غاړه ټیټه نه کړي دا ځکه چې دا به په سیمه کې انساني قاچاقبرۍ ته زمینه مساعده کړي.