د درد شاعر دې کــــړم غزل شوې زما

ښه شوې په هـــره لحظه مل شوې زما 

لکــــــه سنــــدره د بلـــــبل د ژبــــــــــــې 

داسې په دې دونيا کې خپل شوې زما 

خود به دې تور اوربل ته ګل جوړيږم

ته چې دا تور پټکي ته ګل شوې زما\

زرشه ګــــذار ته دې ليــــوالــــــــه اوسم\

چې هم پرهر شوې هم درمل شوې زما 

اوس يې زخمونه شماروه مغــروره

ميشته د زړه په وران کال شــوې زما

ستړى کاروان دې کړم د ژوند په لاره 

نه رسيدونکى شان منزل شوې زما

باڼه دې مرګ ادا دې ژوند راکوې

دا هم ژوند شوې هم اجل شوې زما

د انديښمن په شان به وې انديښمن

مين که چرې پـــــــه اوربل شوې زما


 

يادګيرنه

 

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى