يتيم ارمان
نن چې مې ستا د تلو خبر واوريده
د غمو تندر مې په زړه پريوتى
د سلګو تندر مې په زړه پريوتى
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ګله يقين وکړه يقين وکړه ته
د خوږ زړګي په پرهارو کې زما
څړيکې په شور پورته شوې
لمبې د اور پورته شوې
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ما ته مې خپل ارمان يتيم ښکاره شو
ژوند مې نيمګړى شو او نيم ښکاره شو
لکه د چا چې نيم تصوير وسوزي
او نيم شي نيمګړى پاتې
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
په وريتو شونډو مې فرياد نڅيده
ارمان په خپله بربادۍ باندې برباد نڅيده
د زړه په کور کې زما
شيبه شيبه ګله ستا ياد نڅيده
نور خو د زړه هيلې ميراتې وې خو
يوازې ستا غم وو چې ښاد نڅيده ښاد نڅيده
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
اى ! د زړګى د پرهارو ارامه
دا ته چې ځې نو ځه پر مخه دې ښه
زه دې له تلو ايسارولى نه شم
خو سخته دا ده راته
چې خپل زړګى هم صبرولى نه شم
ما دې د تلو په شيبه مه خبروه
زه دې د تلو شيبه زغملى نه شم
خو دومره زما د زړه له پاره وکړه
دا خو اشنا د خداى د پاره وکړه
چې روانيږې غاړه راکړه
چې پناه کيږې مخ راواړوه مينه
يادګيرنه
نوموړى نآزاد شعرد ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى