د استرالیا حکومت ویلی د چې نیوزيلنډ کولای شي په مستقیم ډول د PNG حکومت سره د مانوس ټاپو کې د توقیف شوي کډوالو د انتقال په اړه خبرې اترې وکړي او استرالیا په دې برخه کې هیڅ ډول ستونزه نلري.

د استرالیا د کډوالۍ وزیر «پیټر ډټون» په نیوزیلنډ کې د کډوالو میشت کیدنې ته لاره پرانیسته خو له بلې خوا یې د سکای نیوز سره په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې دا ډول راکړه ورکړه کولای شي دده د حکومت سره د یادو هیوادونو ډيپلوماټیکو اړیکې په خطر کې واچوي.

نوموړي همدازار وویل چې دا مسله د دوو هيوادونو تر منځ ده او دوې کولای شي دوه اړخیزې اړیکې ولري مګر په عین حال کې دوې باید استرالیا سره خپلې اړیکې هم په پام کې ونیسي.

دا اقدام تر هغه وروسته تر سره شو کله چې د مانوس ټاپو د تړل کیدو وروسته شاوخوا ۳۷۰ کډوالو د یاد توقیف مرکز د پریښودلو نه ډډه وکړه چې وروسته بیا د نیوزیلنډ لومړي وزیر «جسیندا اردیرن» د یادو کډوالو څخه د ۱۵۰ تنو د قبلوو پیشنهاد د استرالیا حکومت ته وړاندې کړ.