غزل
       حيات الله وړ، ننګرهار پوهنتون
لېمو كې چې مې اوښكې نن ســــېوا له اسوېلو وې
دا ورځې ښايي بيا د پسرليـــــــــــــــــــــو د راتلو وې
د روږدي نظر هيله وه پوښتل يې ستا لـــــــــه مخه
هغـــــــــــــــه هېندارې وروسته له تا ځكه د كتو وې
د شپې له پردې برخه په كـــــــــــې نن د پتنګ نه وه
دا ځكه چې څېرې په كــــــــــــــې بربنډې د ډيوو وې
په دې مـــــې پښتـنې اوښكې بار بار چې در لېږلې
خبرې زما او ستــــــــــــا تر منځه ښايي د جرګو وې
ضــــــــــــرور ده چې دا ژبه هم كړې زده اوس له مينو
كه تــــــــــــا لره مشكلې نن خبرې پــه سلـــــــــګو وې
د مـــــــخ د ليدو هيــــــــــــــــلې مې د زلفو په ډېر فـكر
د سيوري په څېر شپو كې په هر ځل په وركېدو وې