مورې زرشه!

رمه ټوله څر ته تللې

يو اوزګوړى كور كې نشته

هغه مشر را روان دى

چې بچى دې د دې لوى افغانستان دى

چې كتل يې ستا د تريخ ژوندون ارمان دى

خپل دېره او خپل بېټك يې فتح كړى

خپل چترال، بولان، اټك يې فتح كړى

 

مورې زرشه!

رمه ټوله څر ته تللې

يو اوزګوړى كور كې نشته

زموږ مشر را روان دى

هغه تيت پرك لښكر يې بېرته راوړ

هغه تا چې يې كيسې راته كولې

د افغان د كاله ور يې بېرته راوړ

بس د ژوند ټولې كيسې دې كړه راټولې

پام كوه، چې درنه ځنډ ونه شي مورې

هله زر زر كوه سترګې مې كړه تورې

 

مورې زرشه!

رمه ټوله څر ته تللې

يو اوزګوړى كور كې نشته

په يو لاس دې زړګى نيسه

په بل لاس دې بچى نيسه

هغه نذر دې پوره كړه

چاړه ښه راته تېره كړه

ما يې مخې ته حلال كړه

ما مې خون دى دربښلى

 

د لړم ۱۹مه، ۱۳۸۹