وخت به راشي چې وختونه پښـــــــــتانه شي
واړه ژبې او لفظونه پښــــــــــــــــــــــــــتانه شي
دســــــــپوږمۍ په څېر وړيا رڼا پېرزو كـــړي
دغو شپو ته څراغونه پښـــــــــــــــــــــــتانه شي
خير دى خير دى چې ازغو سره يې ژوند دى
يوه ورځ به ګلابونه پښــــــــــــــــــــــــــــــتانه شي
مــــــــا لــــه ټولې نړۍ خپل كړي ما تنها كړي
چې زما د يار يادونه پښـــــــــــــــــــــــــتانه شي
زمــــا نظر يې شي مېلــــــمه دسترګو كور كې
د جـانان چې سترګكونه پښـــــــــــــــــتانه شي
۱۸- ۹- ۱۳۸۲ لمريز
شبرغان
16.08.2008
- kho
دنړۍ دجنت په خوښوونكو ترانو كې هغه راښكون نه شته اونه له رباب څخه وتونكې نغمې هغه خوږوالى لري. د غرييزو ابشارونو اواز دومره خوښوونكى نه دى اونه سمندري بادونو كې هغه نرمي شته. دڅوارلسمې سپوږمۍ ځلا دومره په زړه پورې نه ده اونه دښائسته ګلانو په ښكلاكې دومره زړه راښكون شته .دې مينه ګركي نوم سره دكايناتو ناز او اداګانې نه پرتله كېږي اوټوله جادو يې د مور دسپېڅلې موسكا په وړاندې داسې ده ...
17.08.2008
- kho
داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه، دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ: ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))_ ((نور به د څه شي وي د احمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.)) _ ((وئ شكر! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))_ ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تروسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق ويلى واى اوس خوبه م...