د مانوس ټاپو توقیف مرکز کې ۶۰۰ هغه پناه غوښتونکې کډوال چې د توقیف مرکز څخه نه غواړي ووځي ددې ویرې سره مخامخ دې چې ګواکې په زوره به د توقیف مرکز څخه ویستل شي.
د PNG حکومت یادو کډوالو ته خبرداری ورکړی دی که چیرې په خپله خوښه یاد توقیف مرکز خوشي نه کړي نو دوې مجبور دي چې په زوره دوې د توقیف مرکز نه وباسي او بدیل استوګن ځایونو ته یې انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې پنج شنبې په ماښام د یاد توقیف مرکز د دیوالونو د غورځولو پروسه شروع شوه او له بلې خوا ایراني اصله پناه غوښتونکې ژورنالیست «بهروز بوچاني» رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي دي چې دوې نړیوالې ټولنې نه غواړي تر څو ددوې نه ساتنه وکړي او ورته د خونديتوب ډاډ ورکړي.
نوموړي همداراز د خپل ټویټر په پاڼه لیکي دي چې دی د پناه غوښتونکو په څیرو باندې خواشیني، غم او د ډار څرګندې نښانې ګوري او هیله لري تر څو نړیواله ټولنه ددوې مرسته وکړي.
16.11.2017
- محمد انور ولید
یوې پاکستانۍ جاسوسي مؤسسې د بدخشان په لیرې پرته سیمه و اخان کې ګرځنده وړوکتون جوړ کړی ، چې پر مټ به یې هر ځای او هر کلي او سیمې ته ور تلی شي ، دا وړوکتون هغه سر کس لوبو او د لوبو سامان آلاتو ته ورته والی لري چې ممثلین یې د پیسو را ټولولو له پاره په هره سیمه او کلي کې دروي ، کله چې بازار یې سوړ شي له هغه ځای څخه بیا بل ځای ته ترې ځي ، دوی هم د دې ګرځند وړوکتون په پلمه په اصل کې خپلې جاسوسي شبکې فعالوي ، په واخان کې د امریکایانو اډې ځاري او دتریاکو، لعلونو ، لاجوردو او زمرودو غلاګانې کوي ، او ت...
16.11.2017
- آر ین صافی
د مالیزیا پولیس وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې یې ۶ فیلیپینۍ ښځېنه توقیف کړي دي چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول سباح ته ځان ورسوي خو د کښتۍ چلوونکی په تیښته بریالی شوی دی.
د مالیزیا د بحري ځواکونو کمیشنر «عزیز» رسنیو ته په خپله وینا کې ویلي دي چې یادو ښځینه وو له ډلې نه درې تنو یې هیڅ ډول پیژند اسنادونه نه لرل او درې نورو یې له ځانونو سره فیلیپیني پاسپورټونه لرل.
نوموړي زیاته کړه چې د یادو ښځو نه د څیړونو په نتیجه کې څرګنده شوه چې دوې د بسلین نه په کښتۍ کې حرکت کړی وو او غوښتل یې...