غزل
حسرت بونیری
ستا دمینې لګیدلی په ما تور دی
دټول کلی په هر چم کې داسی شور دی
پکې سوزمه ایره شومه لمبه شوم
لګیدلی رانه ګېر چاپیره اور دی
خلق ما په کاڼو ولی،ولې بیا هم
ستا سپرلی سپرلی تصویرمی په سر سور دی
زه منصور یم ،زه مجنون یم،زه ادم یم
قبول کړی مې الزام او هر قصور دی
چې بدنامه ښایسته محبوبه نه شی
ما حسرت ځکه پریښودې کلی کور دی